د کمپيوټر د استعمال پر وخت د سترګو د درد ښه درملنه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۵) ژباړه: الماس خدرخېل

د کمپيوټر سکرين ته په پرلپسې ډول کتلو باندې سترګې ستړې کېږي، چې له کبله يې ډيره ستړيا احساس کېږي.

او همدارنګه په زياته انداره دکمپيوټر سکرين ته په کتلو سره د انسان سترګې د درد او نورو ناروغيو د رامنځته کيدا خطر لري، چې ساينس پوهانو يې غوره علاج کشف کړی.

په امريکا کې د ټکساس ايالت ساينس پوهانو ويلي، چې په کمپيوټر کې د کار کولو په وخت که يو انسان له هرو ۲۰ دقيقو وروسته په ۲۰ فټه لري والي باندې، په ايښودل شوي شي نظر وشي نو انسان به د سترګو له درد څخه وژغورل شي.

پوهان وايي، چې د کمپيوټر ډېر کتونکي بايدپه هرو شلو دقيقو کې يو ځل شل فټه ليرې شي ته شل ثانيې وګوري او  د سترګو په رپولو سره له يادې ناروغۍ ځان ژغورلی شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button