امریکایي الوتکو په افغان سرتیرو بمبار کړی.

کابل ټکی کام (۵ وږی،۱۳۹۵ل ) بصیراحمد پاڅون

نن سهار په تازه رپوڼو کې راغلي چې امریکایي الوتکو د طالبانو پرهغه زندان برید کړی چې بندیان سرتیري پکې ساتل کیدل.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وایي: تیر مازدیګر شاوخوا ۶ بجې د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ په ژړ پول سیمه کې امریکايي الوتکو د مجاهدینو پر یو زندان بمبار وکړ چې له امله يې ۲۲ تنه زنداني عسکر او پولیس په کې مړه او ۳ تنه ټپيان شول.
دا هغه د زندان وو چې د مجاهدینو لخوا د هلمند په دا وروستیو جګړو کې د کابل ادارې اړوند ژوندي نیول شوي عسکر او پولیس په کې ساتل کیدل .
همدا راز په بمبار کې ۳ تنه محافظ مجاهدین هم شهیدان شوي چې د زندان د ساتلو دنده ور له غاړې وه.
دغه وحشت په داسې حال کې ترسره کیږی چې نن ورځ جمعه د یادو عسکرو او پولیسو خپلوان سیمې ته راغوښتل شوي وو، ترڅو ضمانتونه ورڅخه واخيستل شي او اسیر شوي خپلوان يې د ډاډ په ترلاسه کولو سره ور خوشي شي.
کله چې امریکایان په همدې پلان خبر شوي (چې مجاهدین دغه بندیان له خلکو سره د ښه سلوک له امله ، په دې ضمانت سره چې بیا به د کابل ادارې لیکوته نه ورځي؛ خوشي کوي)، نو يې یاده پروسه سپوتاژ کړه او په زندان باندې يي بمبار وکړ.
داسې خبرونه راغلي چې د وژل شوو خپلوان اوس سیمې ته رسیدلي دي، ځکه نن يې د خپلوانو عسکرو او پولیسو د خلاصیدو مرحله تطبیق کیده ، چې ټول د خپلو خپلوانو په جنازو واوښتل.
طالبانو د رسنیو په خبریالانو غږ کړی دی چې د یادې پيښې د پلټنې او واقعیت ښه څرګندولو لپاره رسنۍ کولای شي سیمې ته سفر وکړي، له یاد ځای څخه لیدنه وکړي او د دغو وژل شوو کسانو جسدونه وګوري، خپلوانو سره يې خبرې وکړي او یاد زندان له نیږې وویني.
مجاهدین سیمې ته د تلونکو ژرونالستانو لپاره د ورتګ زمینه سازي کوي او د هر راز مشکلاتو څخه د مصئونیت ډاډ ورکوي.
د امریکایي چارواکو دا کړنه به د دوی پر خلاف د دولت پلوه افغانانو کرکه راوپاروي خو وبه لیدل شي چې د ملي وحدت حکومت مشران به څه غبرګون ښکاره کړي؟
خو له دې وړاندې یې د امریکایي الوتکو په بمباریو کې د وژل شویو عسکرو، پولیسو، اربکیانو او عامو خلکو په وژنه هیڅ غبرګون نه دی ښکاره کړی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button