دامن کور(افغانستان )يرغلګرو نا امنه کړ

افغانستان په نړيواله کچه دامن کورؤ دنړۍ له هرې برخې به سيلانيان افغانستان ته راتلل  نه چا بم پيژانده او نه بمبار، نه چا ډز کاوه او نه عمليات  پوځ به يواځې يوه  ورځ دخپلواکۍ دجشن  مراسم ترسره کول .

افغانستان کې يومثالي امن قايم و که به د کورنيوشخړو له امله څوک ووژل شول دسيمي حکمران ياعلاقدار به کوټوالي کلي ته وليږه په يو کمربنداويايوه چوکه به ېې دقتل دثبوت او مجرم څرګندولو لپاره دکلي ټول اوسيدنکي  علاقدارۍ ته حاضرکړل.

خوله څه وخته چې تورمخوکمونستانو په افغانستان کې دروسانو لخوا ورکړل شوې  قومانده (کودتا) ترسره کړه په افغانستان کې خلکو توپ ،ټانګ ،راکټ، بمب، او عمليات وپيژندل چې دهمغې تورې ورځې راپديخوا ترننه پورې افغانستان کې امن نه دى راغلى نده څرګنده  چې ترکومه پورې پرافغانستان ولس دتپل شوې جګړې او نا امنيووريځې دافغانستان پراسمان ګرځي.

په افغانستان کې هره  ورځ دافغانانو له کورونو د اکه دولتي ځواکونه دي او که ددولت مخالفين په لسګونواوسلګونو جنازې پورته کيږي چې دا مهال په ٣٣ ولاياتوکې افغانان دکورنيو دغړو په مرګ دغم پر ټغر ناست دي..

ددې مرګانيو پيښوپه اړه نه دملګرو ملتونو دامنيت شورا او نه افغان دولتي چارواکو انديښنه وښوده چې په خپل هيواد کې نور  د ورور په لاس  د ورور وژنې مخه ونيسي .

تيره ورځ دامريکا ددفاع وزير اشټن کارتر په هلمند کې ديوه امريکايي دوژلو په انديښنه ويلي چې  افغانستان اوس هم يوه خطرناکه سيمه ده .

کارتر ښه ويلي چې دخپل يوه امريکايي په وژلو ېې افغانستان ته خطرناکه سيمه وويله  دافغاني بې احساسه چارواکو څخه کارتر خپلو امريکايانو ته بهتر خبره کړيده  داخو افغاني چارواکي دي چې ولس ېې په سور اورکې سوزې او دوی دچوکيوپه ويش سره وران دي .

په هلمند کې دوژل شوي امريکايي سره شپږ افغانان هم ژوبل شوي دي  د دولت داقتدار وږ سترګو خو دشپږو ژوبلو افغان پوځيانويادونه هم ونه کړه ځکه خو په پوځ کې افغان ځوانان له جګړې دتيښې لار نيسي.

دامريکا دفاع وزير اشټن کارتر سره په هلمند کې دپاتو ٩٩عسکرو دژوند کولو غم شته خو په دولت کې دقدرت ليونيانو سره د خپلو هيواد والو دکورونو دسوزولو او دجګړوله امله  له کورونو دکډوکولو غم نه شته او نه ورسره دا غم شته چې په هيواد کې ېې د ورور وژنې اور  د  نورو د   اهدافو لپار په غرغنډودى .

امريکايي چارواکو دبن دغونډې  دپريکړې په اساس تر درې لکوپورې دافغان پوځيانو شمير ورساوه خو بياهم تبليغات کوي چې په افغانستان کې امن نه شته او امريکايي پوځيان په افغانستان کې دلګول شوي اور د دوام لپاره نور پوځونه افغانستان ته را استه وي .

  امريکا په افغانستان کې دجګړې توله دتلې دپلې په څيرساتي چې دتل لپاره په افغانستان کې جګړه روانه  او وخت په وخت  کارتر او نور امريکايي  چارواکي په افغانستان کې دخطر ناکې سيمې خبرور کوي .

دا اوس دافغانانو حکمت،پوهه،اوسياسي کړنه ده چې په څه ډول دخپلو کورنيو اختلافاتو له منځه وړلو لپاره له افغانستانه دبهرنيولاسونه لنډ او په خپلوکې ديوې بين الافغاني غونډې په رابللوسره خپلې ستونزې په خپلو کې سره حل کړي .

هغه زياته کړې، که څه هم افغان ځواکونه د خپل هېواد او ولس د خونديتوب لپاره د پرمختګونو په حال کې دي، خو اوس یې هم پر وړاندې سخت کارونه لا پاتې دي.

کارټر وايي، امريکا او د ناټو متحدين به د افغانستان له حکومت سره نږدې کار کوي، څو د افغان ملي دفاعي ځواکونه وړتياوې او ظرفيتونه لوړ شي چې وکولى شي په ښه توګه د خپل ولس او هېواد امنيت خوندي کړي.

نوموړي په هلمند کې د امريکايي سرتېري پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې او ويلي یې دي چې دغو سرتېرو له افغان ځواکونو سره د مشورې او روزنې په برخو کې همکاري کوله.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند مارک ټونر هم ويلي چې هېواد يې د يوه متحد، باثبات او غني افغانستان  لپاره خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button