ترکيه: د پوليسو په مرکز موټربم بريد ۸ پوليس وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۵) الماس خدرخېل

 د ترکيې پوليسو ويلي، چې شرناک ولايت د جيزرې ولسوالۍ د امنيې قومندانۍ تر څنګ د پوليسو د تالاشۍ په نقطۍ د موټربم بريد شوی.

د ترکيې خبري اژانس ويلي، چې موټربم چاودنه د چټک غبرګون د پولیسو له مرکزه ۵۰ متره لیرې د شرناق او سیزر ترمنځ شوې ده.

ځايي پوليسو ويلي، چې د دې زورورې چاودنې له امله د چټک غبرګون پوليسو د امريت ودانۍ زيانمنه شوې.

د لومړنيو ريپوټونو له مخې په پېښه کې  د ۸ پوليسو د وژل کېدو په ګډون يو زيات شمېر ټپيان شوي هم دي.

د پيښې ټپيان په سمدستي ډول نږدې روغتونونو ته د تداوۍ په موخه وړل شوي.

امنيتي ځواکونو د جيزرې ولسوالۍ ته راتلونکې او تلونکې ټولې لارې په پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو په موخه تړلي او پوليسو د پلټنې عمليات پیل کړي.

د پېښې پړه  ترکیې دولتي چارواکو پر داعش ډلې وراچولې  او وايي، چې  دا ځانمرګی  برید دی چې احتمال لري د ”اسلامي دولت” (داعش) ډلې کار وي.

د يادونې ده، چې په ۲۰۱۵ کال سیزر کې د کردي اورپکو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې د ښار ډېره برخه ویجاړه او ګڼ کسان ووژل شول.

سیزر کې تر ډېره کردان اوسېږي. دغه ښار د عراق او سوریې پولو ته څېرمه پروت دی.

په تېره مارچ میاشت کې سیزر کې د کردي اورپکو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې ګڼې ودانۍ ویجاړې شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button