(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۶) زرغون خوږیاڼی
د طالبانو ویاد ذبیح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په یوه رالیږل شوي خبر کې ویلي، چې ددوی ځواکونو تېره شپه د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ په ټو لیزه توګه ونیوله
طالب ویاند وايي، چې یاده ولسوالۍ له یوې میاشتې را په دې خوا محاصره وه(په کراتو يې له میشتو عسکرو او پولیسو څخه غوښتنه وشوه چې خپل ځان تسلیم کړي او دکفارو د اهداف د تحقق لپاره ژوند له لاسه ورنکړي).
ویاند زیاتوي، چې تصمیم مو ونیولو په ولسوالۍ باندې پریکنده برید ترسره شي، چې په نتیجه کې يې د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ، ټولې امنیتي او دفاعي پوستې، د پولیسو ځانګړی مرکز او ټولې اړوندې ساحې په مکمل ډول ونیول شوي.
ویاند وایي، چې په یاده جګړه کې یې لسګونه تنه عسکر، پولیس او اربکیان وژلي او اوس هم په هره پوسته کې ۵ او ۶ جسدونه پراته دي.
دوی وايي، چې ، ګڼ شمیر ټانکونه، رینجر موټر، لسګونه میله سپکه او درنه وسله، ډير مهمات او نظامي توکي په غنیمت نیولي دي.
دوی د تښتیدلو عسکرو پر رینجرو باندې د ماینونو انفجار خبر هم ورکوي، چې ۲ رینجرې یې تخریب کړي.
د پکتيا ولايتي چارواکي تائيدوي، چې د جاني خېلو ولسوالۍ او دوه نورې لويې پوستې د طالبانو لاس ته ورغلي.
د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل رسنيو ته وويل، چې ياده ولسوالۍ تېره شپه د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ له جګړو وروسته طالبانو سقوط کړه.
هغه زياته کړه، چې د ولسوالۍ پوليس، ولسوال او نور کارکونکي روغ رمټ د څمکنيو ولسوالۍ ته تللي او غواړي، چې د دې ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره تدابير ونيسي، خو طالبان وايي چې په سيمه کې يې په زيات شمېر پوليس او اربکيان وژلي چې مړي يې د جګړې په ځای پراته دي.
پل پلو د پکتيا ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل وايي، چې د تېرې شپې په نښته کې تر پنځوسو پورې امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله وراوښتې.
نوموړی وايي، چې وسلوالو له ځان سره يو شمېر موټر او نورې وسلې مهمات هم وړي دي.


















