پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د خره غوښه ډیره نجسه ده که د اوباما ډالر ؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 27, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
10
ځلې شریک شوی
126
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

زخمي افغان

په بلخ کې څه موده وړاندې یو ځل بیا حکومتي چارواکو هغه قصابان  ونیول چې په دوی یي د خره غوښې خرڅولې. وړم کال هم په بلخ کې څو قصابان له هغه وروسته ونیول شول چې پوره شپږ میاشتې یي د بلخ د پولیسو د اکاډمۍ په عسکرو د خره غوښې خوړلې وې.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

د بلخ چارواکي چې د خرو د غوښو قورمې او روشونه یې وهلي اوس یې مزاجونه خورا ټنډ دي، اشتهاوې یي بندي او هیڅ بې هیڅه کانګې ورځي. دوی وایي چې میاشتې میاشتې د خرو له غوښو تغذیه شوي دي.

خر که څه هم د خنځیر په شان نجس العین نه دی مګر بیا یې هم دسپي په شان غوښه مرداره ده، اما خر د نورو مردارو حیواناتو په منځ کې دا ویاړ لري چې غوښه یي د اسلام په لومړي دور کې پاکه بلل کېده، خو له هجرت وروسته د خیبر د غزا په مهال حرامه شوه.

خر له دې پرته چې غوښه یي مرداره ده بل کوم شرعي عیب نلري، خر له اهلي کیدو وروسته د انسانانو د تر ټولو فرمانبردار خادم په حیث پاته شوی دی،خر اوس هم د عاجزۍ او خدمت سمبول بلل کیږي، خر له هغو حیواناتو دی چې انسان ته یي هیڅ ضرر نه دی رسولی بلکې ټول ژوند یي د انسان ګټې او خدمت ته وقف دی.

د بلخ چارواکي  او پولیس چې د اوسني حکومت د نورو چارواکو په شان یې معاشات د امریکا له نقدي ډالري مرستو څخه پوره کیږي. د حیرانۍ ځای دادی چې دوی د امریکایي ډالرو په  اخیستلو، خوړلو اوعمدي مصرف باندې هیڅ د شرم او ګناه احساس نه کوي،اما که یي په خطایي او ناخبرۍ د خره غوښه خوړلې نو ځان ورته ګناهګار معلومیږي.

امریکایي ډالر چې اوباما یي د خپل هیواد د کفري اهدافو د لاسته راوړلو په خاطر  خپلو تحت الحمایه حکومتونو ته ورکوي د مسلمان لپاره د خره څه بلکې د خنځیر تر غوښو هم ډیر مردار او خوړل یي په مراتبو درنه ګناه لري.

ځکه د خره غوښه خوړل یو حرام عمل او  د انسان فردي ګناه ده چې اسلام، مسلمانانو او اسلامۍ امت ته یې کوم زیان نه رسیږي،د خره د غوښې د خوړلو له امله د کوم بل مسلمان حق نه تلف کیږي. اما د اوباما او امریکا نجس ډالر چې امریکایي کانګریس یي د خاصو کفري اهدافو د تحقق په مقصد بودیجه منظوروي او بیا د امریکا اجیرو حکومتونو ته د نامشروعو او ظالمانه شرایطو له مخې ورکول کیږي. دا هغه نجس العین معاشات دي چې په توسط یي اسلام او مسلمانان ځپل کیږي، د کفري اشغال مراندې ټینګیږي، اسلامي فکر محو کیږي، د کفري اډو ساتنه کیږي او دغسې نور کفري اهداف ټول د همدې ډالري مرستو  او پیسو په واسطه تحقق مومي.

دا څو ورځې وړاندې چې د پولینډ په پلازمینه وارسا کې د ناټو سرمشریزه وه اوتر ۲۰۲۰ کاله یي  د اشرف غني د رژیم د وسلوالو ځواکونو د اکمال ژمنه وکړه،آیا کله مو په دې فکر کړی چې د ناټو سازمان غړي د کوم هدف په خاطر د کابل له رژیم سره دغه مرستې کوي؟

معلومه خبره ده چې د غرب نظامونه ټول سیکولر او په دین نه ولاړ نظامونه دي چې مرستې یي د خدایي خیرات په مقصد نه شي بلل کیدای. د غرب دغه مرستې بشري مرستې هم نه دي بلکې د وسلو او جنګي ماشین د چلاو مرستې دي نوځکه یي لامل بشري عاطفه هم نه شي بلل کیدای. ښه نو بالاخره د کفري هیوادونو دغه کومک په کوم هدف دی؟

ددې پوښتنې رښتینی ځواب به هغه مهال ترلاسه کړو چې کله د ناټو سازمان وجودي فلسفه راوسپړو. ناټو سازمان د شمالي اتلانتیک د هیوادونو لکه امریکا، کاناډا، برتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا،هالنډ،بلجیم، هسپانیا،ډنمارک او نورو لخوا د شلمې پیړۍ په نیمایي کې د شوروي اتحاد او وارسا کمونیسټ پکت په  وړاندې د یوه دفاعي سازمان په حیث رامنځته شو. اما په ۱۹۹۰ کال کې چې شوروي اتحاد او د وارسا تړون له منځه لاړ او ورسره د ناټو د شتون ضرورت هم ختم شو. کله چې د ناټو د هغه وخت له مشر نه وپوښتل شول چې اوس خو شوروي اتحاد له منځه تللی. د ناټو سازمان نور د کوم خطر سره د مقابلې لپاره پرځای پاته دی او بالاخره ددې سازمان د شتون د دوام هدف څه دی؟

د ناټو مشر په لنډو ځواب ورکړ چې که شوروي اتحاد له منځه لاړ مګر زموږ اصلي دښمن یعني اسلام او اسلامي امت لا هم پرځای دی،ناټو سازمان به له دې وروسته خپله ټوله توجه د اسلامي نړۍ ځپلو او اسلامي فکر ختمولو ته متوجه کوي تر څو یي د کمونیزم غوندې له منځه یوسي.

له هغه وروسته ناټو او امریکا چې پخوا یي د مارشال پلان تر نامه لاندې له  یوشمیر اروپایي او اسیايي هیوادونو سره په دې موخه مرستې کولې تر څو یي د کمونیستي بلاک له احتیاجه خلاصه او په دې توګه د کمونیزم له خطر څخه وساتي، د کمونیزم له شړیدلو وروسته یي ټول تمرکز د اسلامي فکر او ددوی په اصطلاح سیاسي اسلام په ختمولو راټول کړ.

که پخوا د ځینو اسلامي هیوادونو له طاغوتي رژیمونو  او پوځونو سره د امریکا مرستې له کمونیزم سره د مبارزې په شرط مشروطې وې، د کمونیزم له نړیدو وروسته ناټو امریکا خپلو تحت الحمایه حکومتونو او پوځونو ته په دې شرط مرستې جاري وساتلې چې په خپلو هیوادونو کې به اسلامي فکر، اسلامي خوځښتونه، ټولنې او هر هغه حرکت چې د واقعي اسلام په نوم بیرغ پورته کوي له منځه وړي او سر جګولو ته به یي نه پریږدي.

همدا اوس که وګورو امریکا له خپلو لاسپوڅو رژیمو سره د مرستې په مهال همیشه دا پوښتنه راپورته کوي چې څومره یي ددوی په خبره د ترهګرو په ځپلو کې اخلاص ښودلی،او د اسلام په خلاف د امریکا په نړیواله جګړه کې يي تر کومه حده  ونډه اخیستې.

د کابل له رژیم سره د ناټو او امریکا مرستې هم کومې خیراتي او د تبرع کومکونه نه دي، بلکې په دې شرط مشروطي دي چې د اشرف غني د حکومت پوځیان، پولیس  او اربکیان به د امریکایي پوځونو په نیابت له مجاهدینو سره جنګیږي،د امریکایي اډو ساتنه به کوي، د یرغل د څوارلس کلنو لاسته راوړنو به ټینګه دفاع کوي. اشرف غني به د بشر د حقوقو تر نامه لاندې د ښځو د بي حجابۍ او اختلاط برنامې په قوت سره تعقبیوي او د بیان د ازادۍ تر نوم لاندې به د فکري او کلتوري یرغل لپاره د پخوا به نسبت ډیره زمینه برابروي.

نو په دې اساس ویلی شو چې د واکمن ګوډاګي رژیم دټولو  لوړ رتبه او ټیټ رتبه ملکي او پوځي چارواکو معاشات چې د ناټو او امریکا له غرضي او مشروطو مرستو څخه پوره کیږي په شرعي لحاظ تر ټولو هغه خطرناک او نجس اموال دي چې مسلمانانو ته یې له بل هر نجس خوراک څخه ډیر زیان رسیږي.

نو د بلخ چارواکي چې د خره د غوښو په خوراک پښیمانه دي باید چې د هغو پیسو حرمت او نجسوالی هم درک کړي چې دوی ورباندې دغه غوښې رانیسي. دوی باید پوه شي چې تر هغو یي  چې د امریکا له خدمت او ملګرتیا لاس نه وي اخیستی په دې لاره کې ترلاسه کړې هر پیسه ورته د خره تر غوښې ډیره  او اشده حرامه ده.

مخکینې مطلب

ټیپو سلطان شهید (څوارلسمه برخه)

بل مطلب

د پکتیا د جاني خیلو ولسوالۍ طالبانو ونیوله

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com