(کابل تکی کام ۱۳۹۵وږی ۶) الماس خدرخېل
د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ آسيايي شورا په چوکاټ کې بشپړ غړيتوب ترلاسه کړی، ويل کېږي چې د دې ترڅنګ يې د اسيايي شورا د اجرائيه کميټې غړيتوب هم تر لاسه کړ.
د کرکټ بورډ د رسنيو په تالار کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئيس نسيم الله دانش په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې له نېکه مرغه د اسيا کرکټ شورا له خوا افغانستان ته د لومړي ځل لپاره غړيتوب ورکړل شو.
نوموړي وويل، همداراز د افغان کرکټ بورډ اجرائيوي رئيس شفيق الله ستانکزی د اسيايي شورا اجرائيه رئيس غړی هم شو. ويل کېږي چې اجرائيه کميټه هغه برخه ده، چې ټول تصاميم پکې نيول کېږي چې له دې سره به د يادې شورا په ټولو غونډو کې برخه ولري.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې دوی د کرکټ آسیایي شورا په کلنۍ غونډه کې له بنګله دیش سره هم د سیالیو لړۍ په هکله خبرې کړې دي چې ډیر ژر به یې اعلان کړي.
دوی خبر ورکړو، چې په راتلونکي کال کې به د سعودي، مالدیف، بحرین او قطر په غوښتنه، ددوی لوبډلې به کابل ته راځي او دلته په کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې به لوبې کوي.
د دې ترڅنګ کرکټ نړیوالې شورا څلور غړو، هند، پاکستان، سریلانکا او بنګله دیش به د افغانستان د پوره غړیتوب لپاره پوره هلې ځلې کوي.
همدا شان افغانستان کرکټ بورډ اسیايي شورا ته وړاندیز وکړ، چې د اسیايي نویو ځوانانو لوبډلو ټورنمینټونه په افغانستان کې وکړي.
شفیق الله ستانیکزي وويل: سعودي، مالدیف، قطر او بحرین هېوادونو لوبغاړي به افغانستان ته راځي او دلته په کابل کې به له افغان ۲۳ کلنې لوبډلې سره خپلې لوبې کوي، چې دا افغانستان او د افغانستان کرکټ بورډ لپاره لوی ویاړ دی.


















