پاکستان افغان محصلینو ته د ۲زره تعلیمي بورسونو ورکولو اعلان وکړ

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۶) زرغون خوږیاڼی

د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې افغان محصلینو ته په روان تعلیمي کال کې ۲ زره بورسونه ورکوي.

تېره ورځ د پاکستان د سرحدي سیمو وزیر رسنیو ته وویل، چې پاکستان د افغان محصلینو لپاره سږني کال کې ۲ زره بورسونه ورکوي، ده وویل، چې د پاکستان په مختلفو پوهنتونو کې د طب او انجینرۍ څانګو سربیره په یو شمیر نورو څانګو کې افغانانو ته ۲زره بورسونه ځانګړي شوي دي.

د یادو محصلینو ټول مصارف به د پاکستان حکومت په غاړه وي.

وزیر دا هم وویل، چې پاکستان به د افغان محصلینو لپاره د زده کړو تر پای پورې وېزې تمدید کړي

اوسمهال په پاکستان کې ۷ زره افغان محصلین په خپل شخصي لګښت پر زده کړو بوخت دي.

مربوطه مطالب

One Comment

  1. د کابل. کام څخه مننه ….. خو د پاکستان دولت ته وایم چې تاسو په هغو تیرو ژمنو چیرته وفا وکړه چې اوس به پر دغو نورو افغانان دوکه کوۍ ؟ د سکالر شیپو لپاره به مو په خوارو محصلینو فارمونه ډک کړل بیا به په ۲۰۰۰ کې ۱۰ محصلینو ته هم نه ورکول کیدل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button