دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د نړۍ پای (څلورمه برخه )

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
اگست 27, 2016
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
12
ځلې شریک شوی
146
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

لیکوال : محمد العریفی

ترجمه : م، نجم الرحمن (فضلي)

د قيامت نښانو ډولونه

د قيامت نښانې په دوو قسمونو کې تقسيم کړی شوې دي.

اول قسم

وړې نښانې او هغه په دوه ډوله دي.

اول

د قيامت له وقوع څخه ډيرې ليری نښانې : دا هغه نښانې دي کومې چې ډيرې مخکې واقع شوې دي او د قيامت له واقع کيدا څخه د ډير ليری والې له امله ورته وړې نښانې وئيل کيږي، لکه د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  بعثت، د سپوږمۍ دوه ځايه کيدل او په مدينه کې د يوه دردناک اور ظاهريدل.

دوم

درميانه نښانې : دا داسې نښانې دي کومې چې ظاهرې شوې دي مګر تر اوسه لا ختمې شوې نه دي، بلکه په کثرت سره پکې زياتوالی راځي او دا نښانې ډيرې زياتې دي، دا علامات صغری، يعنې وړې نښانې دي، د کومو چې ذکر راتلونکی دی، په هغو کې ځينې دا دي، له خپلې مالکې څخه د غلام پيدا کيدل، لوڅ اوسيدل، لوڅ لغړ بدن، د بزو او ميګو څرونکيو تر منځ د لويو او لوړو عمارتونو په جوړولو کې له يوه بل څخه د مخته تلو کوشش کول او د ديرشو دجالي خلکو ظاهريدل چې د نبوت دعوه به يې په درواغو کړې وي.

دويم قسم

علامات کبری : دا هغه نښانې دي د کومو له ظاهريدو وروسته چې زر قيامت قايميږي، دا لس نښانې دي او تر اوسه يې يوه هم نه ده ظاهره شوې، حضرت حذيفة بن اسيد رضی الله عنه بيان کړی چې مونږ يوه ورځ په خپل مينځ کې خبرې سره کولې چې نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  مونږ ته تشريف راووړ : نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل ! تاسو خلک په څه باره کې خبرې سره کوی؟ مونږ عرض وکړ : د الله رسوله ! مونږ د قيامت په باره کې خبرې سره کولې، نو رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل ! واورئ ! قيامت تر هغه نه قايميږي تر څو چې تاسو لس نښانې ونه وينی، بيا حضور  صلی الله علیه وسلم  د لاندې نښانو ذکر وکړ.

(۱) دود (دخان)

(۲) دجال

(۳) خروج دابه ( د عجيب الخلقت ځناور ظهور)

(۴) له مغرب څخه د لمر راختل

(۵) د عيسی  علیه السلام نزول

(۶) خروج ياجوج ماجوج او درې ځايه به د زمکې د چاودلو واقعات مخته راځي

(۷) په مشرق کې د زمکې چاودل

(۸) په مغرب کې د زمکې چاودل

(۹) په جزيرة العرب کې د زمکې چاودل

(۱۰) له ټولو څخه په آخير کې چې کومه نښانه ښکاره کيږي هغه دا ده چې له يمن څخه به يو اور راووځي، هغه به خلک د ميدان محشر په لور له شور (غال مغال) سره بيايي ([1] ).

     په ځينې نورو احاديثو کې د يو شمير نورو نښانو ذکر هم راغلی، په هغو کې د مهدي ظاهريدل، د کعبې ورانيدل، د قرآن کريم له زمکې څخه پورته ختل شامل دي، د کوم چې په راتلونکو احاديثو کې ذکر راځي ([2] ).

علامات صغری

لومړنی قسم : هغه نښانې کومې چې واقع شوې دي.

(۱) زمونږ د خواږه پيغمبر حضرت محمد  صلی الله علیه وسلم  بعثت.

(۲) د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وفات.

(۳) د سپوګمۍ دوه ټوټې کيدل.

(۴) د صحابه کرامو   رضی الله عنهمد دور ختميدل.

(۵) د بيت المقدس فتح.

(۶) د بزو په قعاص ([3] ) مرض د خلکو په کثرت سره مړه کيدل.

(۷) په انواعو او اقسامو سره د فتنو ظهور.

(۸) د سټيلائټ چينلونو ډيروالی.

(۹) د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  د جنګ صفين په باره کې پيشنګوئي.

(۱۰) د خوارجو ظهور.

(۱۱) د دروغژنو مدعيانو ظهور.

(۱۲) د امن او خوشحالي ډيروالی.

(۱۳) د حجاز له علاقې څخه د يوه لوی اور ظهور.

(۱۴) له ترکو سره جنګ.

(۱۵) د دورو وهونکو ظالمو واکمنو ظهور.

(۱۶) د قتل او خونريزي ډيروالی.

(۱۷) د ديانتداري ورکيدل.

(۱۸) د پخوانيو امتونو د طريقو پيروي.

(۱۹) د غلام له خپلې بادارې څخه پيدا کيدل.

(۲۰) د داسې ښځو ظاهريدل کومې به چې د جامو اغوستلو باوجود لغړې وي.

(۲۱) لوڅ اوسيدل، لغړ بدن، د بزو او ميګو څرونکيو تر مينځ د لوړو عمارتونو په جوړولو کې مقابله کول.

(۲۲) خاص خاص خلکو ته سلام کول.

(۲۳) د تجارت ډير پر مخ تګ.

(۲۴) له ميړه سره په تجارت کې د ښځې شراکت.

(۲۵) د ځينې تجارانو په ټول مارکيټ تسلط.

(۲۶) د دروغو ګواهي.

(۲۷) د رښتونې ګواهي پټيدل

(۲۸) د جهالت خپريدل.

(۲۹) د نويو مرضونو او بخل ډيروالی.

(۳۰) د صله رحمي له منځه تلل.

(۳۱) له همسايه سره بد سلوک.

(۳۲) د بې حيايي او فحاشي عام کيدل.

(۳۳) امانتدار ته خائن وئيل او بد ديانتو ته د منصوبونو سپارل.

(۳۴) د معززو خلکو وفات او د رذيلو خلکو ډيروالی.

(۳۵) د مال په حلالوالي او حراموالي کې بې پروائي.

(۳۶) د فی مال په اغنياؤ او رؤساؤ کې تقسميدل.

(۳۷) امانت غنيمت بلل.

(۳۸) په خوشحاله زړه د زکاة نه ورکول.

(۳۹) د غيرالله لپاره د علم زده کړه.

(۴۰) د ښځې تابعداري او د مور نافرماني.

(۴۱) د دوستانو نږدې کول او د مور پلار ليرې کول.

(۴۲) په مساجدو کې د آوازونو پورته کيدل.

(۴۳) د قبايلو قيادت د فساقو او فجارو لاسونو ته ورتلل.

(۴۴) کم اصله خلک د قوم سردار جوړيدل.

(۴۵) د يوه انسان عزت يواځې د هغه له شر څخه د ځان ساتلو لپاره کول.

(۴۶)زنا حلال ګڼل.

(۴۷) نارينه ؤ ته د وريښمو استعمال حلال بلل.

(۴۸) شرابو ته حلال وئيل.

(۴۹) د سندرو او د موسيقي د آلاتو استعمال جائز بلل.

(۵۰) په خلکو کې د مرګ تمنا.

(۵۱) د داسې حالاتو پيدا کيدل چې يو کس به سهار مؤمن وي او ماښام کافر.

(۵۲) په مساجدو کې د نقش او نګار ډيروالی او په هغه فخر کول.

(۵۳) د کورونو بې ځايه ښايست او آرايش.

(۵۴) د آسماني تندرونو ډيروالی.

(۵۵) د کتابت کثرت او اشاعت.

(۵۶) په دروغ وئيلو سره د مال ګټل او په تکليفي خبرو باندې فخر کول.

(۵۷) له قرآن څخه پرته د نورو کتابونو په کثرت سره خپرول او ترويج.

(۵۸) د قاريانو ډيروالی، د علماؤ او فقهاؤ کموالی.

(۵۹) له کم  عمرو څخه د علم زده کړه.

(۶۰) د يو ناڅاپه مرګونو زياتيدل.

(۶۱) د بې وقوفو حکومت.

(۶۲) د زمامنې نږدې کيدل.

(۶۳) د خلکو د ترجماني په منصب د کم عقلو کاميابيدل.

(۶۴) له کم اصله خلکو سره د دولت ډيروالی.

(۶۵) له مساجدو څخه د ګزرګاه جوړول.

(۶۶) د مهر مقدار اول ډير زيات او بيا ډير کميدل.

(۶۷) د آسونو په قيمت کې اول ډير زيات زياتوالی او بيا ډير کموالی راتلل.

(۶۸) د تجارتي مراکزو تر مينځ د فاصلې کموالی.

(۶۹) د عالمي قومونو لخوا په اسلامي امت حمله کول.

(۷۰) د لمانځه له امامت څخه ځان ساتل.

(۷۱) د مؤمن د خوبونو رښتيا ثابت کيدل.

(۷۲) د دروغو ډيروالی.

(۷۳) د خلکو په مينځ کې د نفرت پيدا کيدل.

(۷۴) د زلزلو ډيروالی.

(۷۵) د ښځو ډيروالی.

(۷۶) د نارينه ؤ کموالی.

(۷۷) د فحاشي او عرياني عام کيدل او په ښکاره يې ارتکاب.

(۷۸) د قرآن مجيد په تلاوت د اجرت اخيستل.

(۷۹) په خلکو کې غټوالی عام کيدل.

(۸۰) بې له غوښتنې ګواهي ته د خلکو تياريدل.

(۸۱) د داسې خلکو ظاهريدل کوم به چې نذرونه مني مګر هغه به نه پوره کوي.

(۸۲) د طاقتورو لخوا د کمزورو خوړل.

(۸۳) د الله تعالی له لوري په نازل شوي شريعت باندې د فيصلو نه کول.

(۸۴) د روميانو ډيروالی او د عربو کموالی.

دويم قسم : هغه نښانې کومې چې تر دا مهاله نه دي ښکاره شوې

(۸۵) له خلکو سره د مال ډيروالی.

(۸۶) په زمکه کې خښې شوې خزانې د باندې راغورځول.

(۸۷) د خلکو د شکلونو مسخ کيدل.

(۸۸) په ځينې ځايونو کې د زمکې چاودل.

(۸۹) په ځينې خلکو باندې د کاڼو باران اوريدل.

(۹۰) د داسې باران اوريدل له کوم څخه به چې د خټې او تيږې کوم کور بچ پاتې نشي.

(۹۱) له آسمان څخه به باران راوريږي، مګر په هغه سره به نباتات نه راپورته کيږي.

(۹۲) د داسې فتنې ظهور کومه به چې ټول عرب هلاک کړي.

(۹۳) د مسلمانانو د مرستې لپاره د ونو خبرې کول.

(۹۴) د مسلمانانو د نصرت لپاره د تيږو (ډبرو) خبرې کول.

(۹۵) د مسلمانانو له يهوديانو سره جنګ کول.

(۹۶) د فرات درياب له مينځ څخه د سرو زرو د غره ظاهريدل.

(۹۷) کوم انسان چې فسق او فجور نه کوي هغه به عاجز بلل کيږي.

(۹۸) په جزيرة العرب کې دوباره د فصلونو او د نهرونو پيدا کيدل.

(۹۹) د محبت فتنې ظهور.

(۱۰۰) د خوشحالي فتنې ظهور.

(۱۰۱) دتورې او ړندې فتنې ظهور.

(۱۰۲) د داسې زمانې راتلل په کومه کې به چې يوه سجده له دنيا او په دنيا کې له ټولو خزانو څخه بهتره وي.

(۱۰۳) د اولې شپې مياشت به د معمول خلاف لويه تر سترګو کيږي.

(۱۰۴) د شام په لور د هجرت ډيروالی.

(۱۰۵) د مسلمانانو او روميانو تر مينځ د يوه لوی جنګ برپا کيدل.

(۱۰۶) د قسطنطنيه دوباره فتح کيدل.

(۱۰۷) د ميراث مال په ورثه ؤ کې نه تقسيمول.

(۱۰۸) د خلکو په مال غنيمت سره نه خوشحاليدل.

(۱۰۹) د پخوانيو اسلحو او سورليو لور ته د خلکو بيرته راتګ.

(۱۱۰) د بيت المقدس په ابادي کې زياتوالی راتلل.

(۱۱۱) د مدينې بې ابادي او هغه له اوسيدونکو او ذائرينو څخه تشه پاتې کيدل.

(۱۱۲) مدينه به د شريرو خلکو داسې ايستنه کوي لکه آهنګر چې له کوزې څخه زنګ ليرې کوي.

(۱۱۳) د غرونو له خپل ځای څخه بې ځايه کيدل.

(۱۱۴) له قحطان څخه د يوه سړي ظهور د کوم به چې خلک اطاعت کوي.

(۱۱۵) د جهجاه نامي يوه سړي ظهور.

(۱۱۶) د درندګانو او جماداتو خبرې کول.

(۱۱۷) د دورې خبرې کول.

(۱۱۸) د پيزار د تسمو خبرې کول.

(۱۱۹) په کورونو کې د ظروفو خبرې کول، يعنې د کور څښتن ته به د کور حال وايي.

(۱۲۰) له قيامت څخه د مخه د اسلام له دنيا څخه ورکيدل.

(۱۲۱) له صحائفو او د قاريانو له سينو څخه د قرآن مجيد پورته تلل.

(۱۲۲) په بيت الله باندې حمله کونکی ټول لښکر په زمکه کې ننوتل.

(۱۲۳) د حج پريښودل.

(۱۲۴) د ځينې قبايلو عربو لخوا دوباره د بت پرستي اختيارول.

(۱۲۵) د قريش قبيلې په مکمل ډول له منځه تلل.

(۱۲۶) د حبشې د يوه کس په لاس د کعبې ورانيدل.

(۱۲۷) د مؤمنو روحونو د قبضولو لپاره د پاکې هوا چليدل.

(۱۲۸) د مکې په ښار کې د لوړو عمارتونو دريدل.

(۱۲۹) د امت د آخرې زمانې خلکو لخوا په لومړنيو باندې لعنت ويل.

(۱۳۰) د نويو نويو سپرليو ايجاد.

(۱۳۱) د امام مهدي تشريف راوړل.

[1] – صحيح المسلم، الفتن، حديث ۲۹۰۱، د دغو علامو ذکر په راتلونکې برخه ( علامات کبری) کې راځي.

[2]  – د همدغو علامو تفصيل په راتلونکيو صفحو کې د ( علامات صغری) په بيان کې په ۱۲۱، ۱۲۶ او ۱۳۱ نمبر باندې راتلونکی دی.

[3]  – قعاص د ځناورو يو قسم مرض دی د کوم له امله به يې چې پوزه بهيږي او يو ناڅاپه به مړ کيږي- ( فتح الباری : ۶/ ۳۳۴).

مخکینې مطلب

غــــزل: وصال

بل مطلب

افغانستان د ډیمکراسۍ په لمبو کښي

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com