قاري خالد
معاصره نړۍ له پخوانۍ هغې په هر څه کې توپیر لري
که څه هم دساینس په برخه کې نوو ایجاداتو او کشفیاتو نړۍ ته خورا زیات بدلون ورکړی، خو له بله پلوه لسګونه نوي افکار زېږېدلي او هر فکر دخپلې مفکورې د اثبات لپاره مختلفې طریقې وازمویلې.
صلیبي جګړې دغربي مسیحي نړۍ وروستۍ پوځي زور و چې دمسلمانې نړۍ پر خلاف یې وازمویه او پکې له ماتې وروسته یې دمسلمانې نړۍ پر خلاف دمخامخ ګذار پالیسي تغیر کړه.
منحرف مسیحیت د اسلامي نړۍ پر خلاف په پوځي اړخ کې له غوڅې ماتې بعد، په پیل کې د استشراق فکر وزېږاوه، تنها پر استشراقي فتنه یې هم بسنه ونکړه او وقتاً په وقتاً یې د اسلامي نړۍ پر خلاف بلها شوم پلانونه په کار واچول،
په لومړي قدم کې یې دبشري او صحي مرستو پر نوم اسلامي ټولنې ته لاره پیدا کړه او بیا یې دمسلمانو اذهانو تخریب ته ملاوې وتړلې
دبشري حقوقو نعره، دښځمنو دحقوقو، دماشومانو دحقوقو حتی دحیواناتو دحقوقو نعرې یې پورته کړې، ددې لپاره چې ثابته کړي چې ګویا نور اهداف نلري او مطلق انسانیت ته ژمن دي.
په نوي عصر کې د اشغال پالېسیو هغه مهال تغیر وموند، کله چې له مسلمانانو خلافت واخیستل سو او یو امت پر څو ټوټو ووېشل سو، اشغال هم له جغرافیوي اشغال څخه فکري او فرهنګي اشغال ته تغیر وخوړ، او دا تغیر یې ځکه وخوړ چې نور نو مسلمانان منحیث یو ملت نه ول پاته، بلکې په جلا ـ جلا ملیتونو تقسیم ول، پس له دې یې محض فکري تخریب ته اړتیا وه ترڅو یې په خپلو کې سره دقوم او وطن پر نوم غوښه او چاړه کړي، او دهمدې هدف دتحقق لپاره یې لسګونه فکرونه دنورو افکارو دتخریب او مقابلې لپاره کرایه کړل
دوی پوهېدل چې پس له دې جغرافیوي اشغال دلوَړو مصارفو پر ګاللو سربېره هومره سودمن ندی څومره چې فکري اشغال بریالی او ګټور دی.
جغرافیوي اشغال احساسات راپاروي مګر فکري اشغال پر اذهانو خوب سپرۍ کوي او بیا یې بیهوښه دغرب او منحرف مسیحیت جولۍ ته غورځوي
دمګړۍ موږ له ډېرو خولو اورو چې اشغالګر وتلي، او جګړه خانه جنګي ده، ورور وژنه ده، جګړه تباهي ده، جګړه کې خیر نسته او…….
دا هر څه دفکري اشغال له امله ممکن سول؛ که تېر ته وکتل سي جګړه زموږ دتاریخ برخه ده. زموږ ددې امت دتاریخ لومړنۍ جګړه(دبدر غزاء)هم پر موږ تپل سوې وه او تر دې دمه چې څومره جګړې سوې ټولې یې پر موږ تپل سوي.
موږ نه دچا پر هیواد تعرض کړی، نه مو دچا فرهنګ ته سپک کتلي، نه مو دچا مځکه لاندې کړې او نه مو دکوم دین پیروان ازار کړي
موږ که هند ته تللي یو، هلته زموږ هم مذهبي دنورو لخوا ټکول کېدل، او که مو پر سیند لښکر ور رهي کړای هلته مو هم عقیده چیلنج سوې
اوس چې له کومو خولو زموږ پر خلاف زهر پاشل کېږي دا دغرب له لورې د اشغال دنوې بڼې(معاصر اشغا) برخه ده؛ معاصر اشغال تر پخواني اشغال خطرناک دی
په معاصر اشغال کې غرب فقط محدوده اندازه پیسې مصرفوي او بیا یې دوه چنده او درې چنده وصولوي مګر خپل پوځیان له جنګ ـ جګړو لېرې ساتي او د اشغال هیواد وګړي په خپلو کې سره جنګوي
په معاصر اشغال کې واک پس پرده د اشغالګرو سره وي مګر ولسونو ته ښیې چې واک یې خپل او پاچا یې خپل دی
دهیواد هغه مسلکي کدرونه او پوهان چې دمعاصر اشغال بڼه ولس ته تفسیروي، په مختلفو پلمو تهدېدوي او له صحنې یې کاږي
رباني علماء په معاصر اشغال کې پټ پر پټه ترور کېږي او درباري علماء ولس ته دریښتونو علماؤ پر توګه ورپېژندل کېږي، ترڅو له ولسه دجهاد روح واخلي او دفکري اشغال غېږه کې یې ول په ول تړلی وېده کړي
د اسلامي امت پر سینه د’سایس بېکو’ کرښې کاږل د اسلامي نړۍ متحد قوت وېشل هدف و
که اشغال بڼه نه وای بدله کړې نن به موږ دترکي، سعودي،پنجابي،فلسطیني، لبناني، عراقي، سوریایي او افغاني مسلمانانو پر نوم جلا ملیتونه نه وو بلکې د’لا شرقیه لاغربیه ـ اسلامیه’ تر شعار لاندې به یو موټی او یو قوت وو او له هر زبرځواک مو خپل حقوق په نره اخیستلای سول
اوس چې زموږ یو ملت پر څو ملیتونو وېشل سوی، موږ تر اشغال لاندې ذوب کېږو او مسلمان ګاونډۍ مو پر موږ بل سوي اور ته پوکي ورکوي، همچنان موږ هم پر خپل ګاونډي اور بلوَل غواړو او دا دومره تغیر د اشغال دمعاصر شکل اثرات دي چې زموږ په زړونو کې یې غیر ارادي ځای موندلای.
د اسلامي امت دویښتابه او اتحاد پر هیله


















