فیصلې د وخت/ جهاد مل

جهاد مل

مات دي شي ځنځیر او هتکړې د وخت

هم دغه منـــحوسي محـــکمې د وخت

 

چاچي دار او ستا نوم یو ځای کړی دی

ورکې دې شي ها غـربي څېرې د وخت

 

ها چې د غربي ښــــامار په خُلــه کیږي

ورکې دې شـــي هغه فیـــصلې د وخت

 

تــــل چـــې په ډالرو پلــورل شــوي دي

اوس ځپې مؤمنــــــې عقیدې د وخت

 

دلته دي جانانه مخالف دي مخالف خلک

ځکه دې خـــــلاف شــوې ارادې د وخت

 

اې د وخــــت مــــغرورو بیـــا به و ګورو

ورځ ته به تبــــدیلي شي تیارې د وخت

 

بیـا به درنه خــــــپل بـــــدل ضرور اخلم

ختـمې به شي ستړې شب ګیرې د وخت

 

ځم به  جهــــــــادمل هم په دې لار باندي

ورکې دي شـــي جــــوړې یارانې د وخت

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button