طالبانو د کندوز ــ کابل لويه لار تړلې جګړه دوام لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۱۰) الماس خدرخېل

طالبانو کابل ټکي کام ته په يو رالېږل شوې خبر کې ويلي، چې نن چهارشنبه سهار مهال  د دوی پلويانو د بغلان ولايت پلخمري ولسوالۍ د ډنډ شهاب الدين سيمه کې په افغان امنيتي پوستو او بيسونو بريدونه پيل کړي دي.

طالب وياند زياتوي چې په يادو بريدونو کې يې د امنيتي ځواکونو ۳ مهم بيسونه نيولي او د ۵ تنو عسکرو د وژلوترڅنګ يې  لسګونه تنه نور ټپيان کړي هم دي.

د دوی په وينا، چې د ډنډي شهاب الدين اړوند بالادوري سيمه کې يې د کندوز-کابل لويه لاره د افغان امنيتي ځواکونو پرمخ تړلې او دوی نه شي کولی چې په سيمه کې خپل تحرکات ترسره کړي
د يادونې ده، چې يوه نيمه مياشت وړاندې طالبانو  د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه او کندهار لويه لار  د نهر سراج يکلنګ او نورو سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو پر مخ تړلې چې لا هم ياده لاره د طالبانو په ولکه کې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button