مدثر همراز
ته مـــې وژنه نه پریږدم لمن د مینـې
تابـه وژنمــه تـه یـې دښمـن د مینـې
زمـا زړونـه دي، خـواران دي لالـهانـده
پښتنو باندې وي هر سـیزن د مینـې
نن می بیا په خوب کې ولید په خنداوو
زړه مې غوښې اخلي یو یو من د مینې
څوک په یاد څوک په لیدلو زړه تسل کړي
د چا روح جوړ وي، د چا بدن د مینې
پښتانـه خـو یـې بیخـي لیـونـي کــړي
په دري کې دوهم نوم دی زن د مینې
که مرګ وي هم مینه مه پریږده همرازه
ســـر نـه وتــړه اشنــا کــفن د مینـــې


















