ډاکټر فصيح الله عمرزى
د انسان بدن د ژوند په دوران کې د ډول ډول ناروغیو سره مخ کیږي، چې د هرې ناروغۍ لپاره خپل خپل درمل کارول کیږي، حساسیت یوه داسې ستونزه ده، چې نه یوه ځانګړې ناروغي ده او نه دا ناروغۍ کمه ده چې یو شمیر انسانان په دې ناروغۍ اخته دي او وخت په وخت د ستونزو سره مخ کیږي.
حساسیت د ښځو په پرتله په نارینه و کې زیات لیدل کیږي، هغه په دې دلیل چې د ښځو مزاج نرم او د نارینه و مزاج سخت وي، چې په کور کې د یوه ماشوم په ژړا د ښځې او نارینه حساسیت په ښه توګه جوتیږي.
روغتیا پوهانو ثابته کړې ده، چې د نخودو او هګیو سپينو موادو په خوراک سره په انسان کې هغه نارینه وي او که ښځینه حساسیت راکمیږي؛ خو که له ماشومتوبه مور او پلار خپل ماشوم ته نخود او په هګیو کې سپینه برخه خوراک ورکړي يا یې په اونۍ کې ېې یو یا دوه ځلې خوراک معمول وګرځوي د ماشوم حساسیت به ډیر راکم کړل شي.
روغتیاپوهان د یوه انسان لپاره حساسیت تر ډیر مرضونو سخت ګڼي وایي، چې د نورو مرضونو درملنه په اسانۍ سره تشخیص کیدلای شي؛ خو د حساسیت تشخیص ګران دی، چې یو انسان د کومو کومو شیانو او خوراکونو سره حساسیت لري.
عموما يو انسان درې ډوله حساسيت لري لومړي دځنې خوارکونو سره، دویم د يوه ناخوښه عمل سره او درېم د ناوړه وينا په اوريدو سره چې په درې واړو حالاتو کې حساسيت د انسان بدن ته زيات تاوان رسوي.
په ملګروملتونو کې د خوراک د نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې امریکایي روغتیاپوهان دې نتیجې ته رسیدلي که یوه ماشوم ته په کوچنیوالي کې په مسلسله توګه نخود او د هګیو سپین ورکړل شي په لویوالي که به بيا د هغه څه سره حساسیت ونه لري کوم چې نورعادي کسان یې ورسره لري.
روغتیاپوهان وایي، چې د شپږو میاشتو وروسته باید ماشوم ته نخود میده او د هګیو د سپینو سره یوځای ورکړل شي، چې د حساسیت راکمولو علاوه ېې د بدن په ښه والي کې هم مرسته کوي.
روغتياپوهان وايي، که د سهار پر مهال يوه نيمه وړه قاشق ميده کړي نخود او دهګۍ سپين ماشوم ته ورکړل شي يواځې دانه چې د حساسيت مخه به ېې ونيول شي بلکې په روغتيا کې به هم وسره مرسته وکړي.
روغتياپوهان په دې نظر دي که يوماشوم درې مياشتې عمر ولري د مور په شدوکې دې ورته نخود ښه ګډ کړي يا دې په قاشق ورته د مور د شیدو سره يوځای د هګۍ سپين ورکړل شي ترعمره به ېې د حساسيت مخه نيول شوي وي.


















