(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۱۱) الماس خدرخېل
د سپين بولدک- چمن لار نن سهار ۷ بجې د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانستل شوه.
ويل کېږي چې دا لار له تېرو ۱۴ ورځو راهيسې د پاکستاني چارواکو له خوا د پاکستان بيرغ تر سوزولو او افغان مظاهره کوونکو د باب دوستي دروازې پر کاڼو ويشتلو وروسته وتړل شوه.
له څو ورځو راهيسې د دواړو لورو تر منځ د دروازې پر پرانستلو خبرې روانې وې، چې بالاخره پرون چهارشنبه د افغانستان-پاکستان د امنيتي چارواکو په خبرو اترو کې د لارې پر خلاصېدو موافقه وشوه.
د باب دوستي لارې د تړل کېدو له امله په دواړو غاړو کې په سلګونه لارۍ، کنټيرونه او نور مالونه بند پاتې و، چې خلک يې له يو شمېر ستونزو سره مخ کړي و.
ځينو غير تائيد شوي راپورونو ويلي و، چې د باب دوستي دروازې پر پرانستلو باندې پاکستاني چارواکو شرطونه ايښي دي، خو په سپين بولدک کې د افغان پوله ساتو ځواکونو قومندان کرنل محمدعلي داوري رسنيو ته ويلي چې د پاکستان له لوري هيڅ ډول شرطونه نه دي منل شوي.
نوموړی زياتوي، چې دواړه لورو په دې موافقه کړې چې په راتلونکې کې به د افغانستان-پاکستان بيرغونو او د مشرانو انځورونو ته سپکاوی نه کېږي.
د يادونې ده، چې د چمن- سپين بولدک لاره باندې هره ورځ ۱۰ نه تر ۱۵ زره پورې خلک تګ راتګ کوي.


















