(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۱۱) الماس خدرخېل
د بلخ والي عطا محمد نور يو قومندان د دغه ولايت زارع ولسوالۍ کې يو کس مجبوره کړی او د وسلې په زور يې پرې ښځه طلاقه کړې.
د بلخ ولايت د زارع ولسوالۍ اوسېدونکی محمد عمر وايي، چې د زارع ولسوالۍ امنيې قومندان اکرم زارع، د وسلې په زور مجبوره کړی دی، چې خپلې ښځې ته طلاق ورکړي او هغه يې په زوره له ځان سره بوځي.
تېره ورځ په خواله رسنيو کې يوه ويډيو خپره شوې، چې محمد عمر پکې ژاړي او فرياد کوي وايي: اکرم زارع له خپلو وسلوالو سره د نوموړي کور ته ورغی او درې ورځې وخت يې د دې لپاره ورکړی، چې خپله ښځه به په دې ورځو کې طلاقوي.
محمد عمر زياتوي، چې نوموړي قومندان ورته اختار ورکړی که په درې ورځو کې يې خپله ښځه طلاقه نه کړه، نو دی به يې ووژني. هغه په ويډيو کې په چغو چغو ويل چې د زور له لارې مجبور شوم چې خپلې ښځې ته طلاق ورکړم.
محمد عمر وايي، چې د شوي ظلم په اړه د ياد ولايت مقام ته عارض شوم، خو د بلخ والي عطاءمحمدنور هم د اکرم زارع ملاتړ وکړ او زما خبرې يې هسې وبللې.
نوموړي د جمهوررئيس او نورو چارواکو نه غوښتي، چې د ستونزې په حل کې ورسره مرسته وکړي او د ظلم مخنيوی وکړي.
د يادونې ده، چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې په کابل کې د برهان الدین رباني تر مشرۍ لاندې د جمعیت او نظار شورا ځواکونه قدرت ته ورسېدل په کابل ښار او نورو ولايتونو کې يې هم ګڼ شمېر نجونې او واده شوې ښځې په زور ودولو ته مجبورې کړې او ویې تښتولې. همدارنګه اوس هم د يادې شورا ځينې غړي په ورته پېښو کې لاس لري او په افغانستان کې زياتره ښځې د چارواکو له خوا د جنسي غريزو د سړونې په موخه زورول کېږي.


















