دوستم: اشرف غني نه راباندې باور کوي او نه مې ملاتړ کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۱۱) الماس خدرخېل
د جمهوري رياست لومړی معاون دوستم وايي، چې هيڅ قسم صلاحيت نه لري او رئيس جمهور د هغه صلاحيتونه په خپله پرمخ وړي.
په يوه تازه ويډيو کې، چې د لومړي معاون دوستم د دفتر د رئيس په رسمي پاڼه کې نشر شوې، دوستم په اشرف غني نيوکه کړې او ويلي يې دي چې اشرف غني د ده په کړنو باور نه لري او د ده ملاتړ هم نه کوي.
هغه خپلو پلويانو ته ويلي، چې تصميم يې نيولی ترڅو خپل حق واخلي.
هغه په خپلو خبرو کې ويلي، چې په يوه مياشت شاوخوا کې به د جنبش ګوند د غړو يوه غونډه جوړه کړي او هغه خبرې به راوسپړي چې له دې مخکې يې نه دي کړي.
په تېرو وختونو کې هم د رئيس جمهور لومړي معاون دوستم په حکومتي پرېکړو نيوکې کړي دي.
د دوستم د څرګندونو په اړه تر دې دمه ارګ څه نه دي ويلي.
دوستم په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د واکونو په سر د ګډ حکومت د دواړو مشرانو عبدالله او اشرف غني تر منځ لانجې روانې دي.



