د روژې مسایل (اته لسمه برخه)

لیکوال : م ، نجم الرحمن (فضلي )

د روژې د مستحباتو او مکروهاتو بيان

د روژې مستحبات کوم کوم دي

پوښتنه : د روژې مستحبات کوم کوم دي؟

ځواب : د روژې مستحبات دا دي.

(۱) پيشمنی کول.

(۲) له شپې څخه نيت کول.

(۳) د شپې په اخيره برخه کې پيشمنی کول خو په دې شرط چې يقينا له صبح صادق څخه دمخه وکړل شي.

(۴) په افطار (روژه ماتي) کې تلوار (بيړه) کول خو چې د لمر له لويدو مخکې ونشي.

(۵) له غيبت، کنځلو، سپکو سپورو څخه ځان ساتل.

(۶) په چوارو او کجورو سره روژه ماتول، که هغه نه وي بيا يې په اوبو ماتول ([1]).

د روژه دار لپاره غسل کول او په خوله اوبه رغړول

پوښتنه : روژه دار ته د سختې ګرمي له امله غسل کول او په خوله اوبه رغړول څرنګه دي؟ يعنې په دې سره خو به په روژه کې کراهيت نه راځي؟ يو شمير خلک د کراهيت خبره کوي، آيا د هغوى خبره صحي ده؟.

ځواب : د سختې ګرمي له امله همداسې کول صحي دي، په دې سره روژې ته هيڅ ډول نقصان نه رسيږي، په خپله له حضرت رسول الله G څخه هم ثابت دي، البته په خوله باندې د اوبو رغړولو په صورت کې له مبالغې کولو ځان ساتل پکار دي، هسې نه چې روژه ماته شي ([2]).

پيشمنی څه ته وايي او وخت يې کوم دی

پوښتنه : پيشمنی څه ته وايي او وخت يې کوم دی؟

ځواب : پيشمنی د شپې په اخير کې له صبح صادق څخه دمخه خوراک څښاک کولو ته وايي، د شپې اخيره برخه له صبح صادق څخه مخکې مخکې د هغه وخت دی، د پيشمني خوړل سنت دي او ډير ثواب لري، که لوږه هم نه وي د يو دوه ګولو (مړيو) خوړل پکار دي ([3]).

په روژه کې کومې خبرې مکروه دي

پوښتنه : په روژه کې کومې کومې خبرې مکروه دي؟

ځواب : په روژه کې لاندې خبرې مکروه دي.

(۱) ژاولې ژوول، يا د بل شي په خوله کې ساتل.

(۲) د يو شي څکل، ها ! که چيرته د کومې ښځې ميړه سخت او بدخويه وي هغې ښځې ته د ژبې په سر باندې د سالن يا کتغ څکل روا دي.

(۳) د استنجاء په وخت کې شواړ (ازاد) کيناستل، په خوله او پوزه کې د اوبو په اچولو کې زيادت کول.

(۴) په خوله کې ډيرې لياړې جمع کول او بيا يې تيرول.

(۵) غيبت کول، دروغ وئيل او کنځل کول.

(۶) له لوږې او تندې فرياد کول.

(۷) د جنابت په وخت کې تر سپيده داغه غسل ځنډول.

(۸) د سکرو ډبره او دنداسه په غاښونو وهل ([4]).

د روژه دار لپاره د خوند لرونکي مسواک استعمالول

پوښتنه : نن صبا يو ډول مسواک پيدا کيږي په کوم کې چې ذائقه اچول کيږي، لکه لاچي او داسې نور، پوښتنه دا ده چې د همدارنګه مسواک استعمالول د روژې په حالت کې څرنګه دي؟.

ځواب : په کوم مسواک کې چې لاچي يا نور شيان اچول شوي وي او د تازه مسواک په څير په هغه کې اصلي او ذاتي ذائقه نه وي نو د داسې مسواک استعمال د روژې په حالت کې مکروه دی، په ځانګړې توګه کله چې فرضي روژه وي ([5]).

په کومو شيانو روژه نه مکروه کيږي

پوښتنه : په کومو شيانو روژه نه مکروه کيږي؟

ځواب : په لاندې شيانو روژه نه مکروه کيږي.

(۱) د رانجو لګول.

(۲) د بدن يا سر غوړول.

(۳) د ځان تازه کولو لپاره غسل کول.

(۴) مسواک وهل، که څه هم چې تازه او خشک وي.

(۵) عطر وهل يا بويول.

(۶) په هيره خوراک يا څښاک کول.

(۷) خود بخود بې له قصده قی کول.

(۸) خپلې لياړې تيرول.

(۹) بې له قصده ستوني ته د مچ يا دود ننوتل!

په دې ټولو شيانو باندې نه روژه ماتيږي او نه مکروه کيږي ([6]).

([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه، ٦٨.

([2]) فتاوى عباد الرحمن، ج : ٣، ص : ١٧٩ – ١٨٠، بحواله : سنن ابي داؤد، ج : ١، ص : ٣٤٢ – ٣٤٣، الدرالمختار، ج : ٣، ص : ٣٩٩.

([3]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه، ٦٨.

([4]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٦٩.

([5]) فتاوى عباد الرحمن، ج : ٣، ص : ١٨٤، بحواله : فتح القدير، ج : ٢، ص : ٣٤٨ – ٣٤٩، الدرالمختار، ج : ٢، ص : ٤١٦، المنحة الخالق علي البحر، ج : ٢، ص : ٢٨٠.

([6]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٦٩ – ٧٠.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button