قومندان ګل حیدر: دوستم دې خپل افراد له شهرارا تپې لرې کړي که نه د افرادو جسدونه به یې ورولیږم

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۱) زرغون خوږیاڼی

قومندان ګل حیدر پنجشیري ویلي، چې دکلکاني جسد به په شهرارا تپه کې خاورو ته سپارل کیږي.

قومندان ګل حیدر دوستم ته ګواښونه کړي ، چې خپل افراد دې له شهرارا تپې ښکته کړي که نه د افرادو جسدونه به یې ورولیږي.

د مسعودیانو په نوم فیسبوک پاڼه د ګل حیدر له قوله لیکي، چې زه «له دوستم څخه غواړم چې ژر تر ژره دې خپل افراد له شهرارا تپې څخه لیرې کړي، که نه د افرادو جسدونه به یې ور ولېږم.»

ویل کیږي چې د قومندان ګل حیدر مسلح افراد سیمې ته رسیدلي او د دوستم ملیشو ته یې اخطار ورکړی دی.

د کلکاني دپلویانو یو بل پخوانی قومندان امان الله هم د شهر ارا تپې ته ځان د خپلو وسله والو سره رسولی او د شهرارا تپې د خالي کولو هڅه کوي.

همدارنګه د دوستم پلوه فیس بوک پاڼه بیر لیک ترکستان کې بیا لیکل شوي، چې شاتګ زمونږ لپاره عیب دی او له خپلې پریکړې به شاته نه شي،دوی وايي چې دا پریکړه زمونږ حق دی مونږ د خپلو تاریخي ځایونو ساتنه کوو.

د دوستم ملیشو بیا لیکلي، چې«که دا وسله وال د شهرآرا د تپې د نښه ویشتونکیو له خوا په نښه شول بیا دې تلویزیونونه د ملکیانو نوم پرې نه ږدي بلکې دا دې ووایي چې یو څو غله او لاره شکوونکي ووژل شول.»

بیرلیک ترکستاني لیکلي، چې مونږ د خپلوتاریخي ځایونو د ساتنې لپاره اماده یو، لازمه نه ده چې تشویش وکړۍ، مطمئين اوسۍ چې هزاره قوې د شهرارا تپه کې خپل سرونه په لاسونو کې نیولي دي.

تر اوسه پورې حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button