(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۲) زرغون خوږیاڼی
د پلازمینې کابل په شمال ختیځ سیمه کې د خواجه رواش ښارګوټی د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
ولسمشر اشرف غني چې د خواجه رواش ښارګوټي پرانسته یې وکړه وویل، د کور جوړونې پروژې زمونږ د حکومت له لومړي توبونو څخه دي او په نږدې وخت کې به په هېواد کې د کورونو جوړونې ستونزې حل شي.
ښاغلي غني وویل، فساد ددې هېواد اصلي ستونزه ده، ده له خلکو یې وغوښټل چې له خصوصي برخې او دولت سره یوځای شي ترڅو په دې هېواد کې د کورونو ستونزه حل شي.
د هغه په وینا، خپله یې د کډوالو او کورنیو بېځایه شویو کسانو ته د کورونو برابرولو یوه طرحه جوړه کړې او هڅه به وکړي، چې افغانستان کې د ملکیت اسناد قانوني شي.
د افغانستان د ښار جوړونې وزیر سعادت منصور نادري په دغو مراسمو کې وویل، د خواجه رواش ښارګوټي د رغونې چارې په ۱۳۹۱ل کال کې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال پېل شوې وې، دا پروژه ۷۸ بلاکونو کې ۲۰۱۴ اپارتمانونه لري.
منصور نادري وویل، چې ددې ښارګوټي پر جوړولو ۶،۳ میلیارده افغانۍ لګښت راغلی دی، ده وویل چې ډېر ژر به د کور جوړونې دوه نورې لویې پروژې د چین او قطر لخوا په کابل کې پیل شې، یوه پروژه کې ۱۰ اپارتمانونه او په بله پروژه کې به ۱۰۰۰ اپارتمانونه وجود ولري.
هغه هستوګنځي کموالي ته د افغانستان عمده ستونزې ته په اشارې سره وویل، ددغې هستوګنیز ښارګوټي پر جوړولو ۶،۳ میلیارده افغانۍ (څه دپاسه ۹۲ میلیونه ډالر) لګښت راغلی.
هغه وویل، ډېر ژر به د کور جوړونې دوه نورې لویې پروژې د چین او قطر لخوا په کابل کې پیل شې چې هریو به یې په ترتیب ۱۰ زره او ۱۰۰۰ اپارتمانونه ولري.

















