لیکوال: م، نجم الرحمن (فضلي)
علامات صغری
د قيامت وړې نښانې
ضروري خبر
دا خبر مخکې تيره شوه چې د قيامت نښانې په دوه قسمه دي : علامات صغری (وړې نښانې) او علامات کبری (غټې نښانې) او د دواړو په مينځ کې فرق دا دی : کله چې غټې نښانې واقع شي نو سمدستي له هغو وروسته قيامت واقع کيدونکی دی، د همدغو نښانو اثرات به خلک ډير په شدت سره محسوس کړي، تر کومه چې د وړو نښانو تعلق دی نو هغه د قيامت له وقوع څخه کافي زمانه پخوا وقتا فوقتا په مختلفو سيمو کې ښکاره شوې دي، ځينې خلک په هغو خبر دي او ځينې ناخبره.
مونږ د قيامت د وړو نښانو له ذکر څخه خبر شروع کوو او په دې سلسله کې د کتاب الله او سنت دلايل هم ذکر کوو، زمونږ کوشش دا دی چې کوم احاديث دلته ذکر کوو د هغوی په انتخاب کې د دقت او صحت خيال وساتلی شي او همدا شان د صحابه ؤ هغه اثار ذکر کوو د کومو چې صحيح سند ثابت دی.
)۱( زمونږ د خواږه پيغمبر صلی الله علیه وسلم بعثت
نبي کريم صلی الله علیه وسلم خپل امت اګاه کړی چې زما بعثت د قرب قيامت دليل او د قيامت نښانه ده، دا د قيامت په وړو نښانو کې تر ټولو اولينی نښانه ده، حضرت سهل بن سعد رضی الله عنه ويلي دي چې ما نبي کريم صلی الله علیه وسلم وليد چې هغه مبارک خپلې د شهادت ګوتې او درميانه ګوتې لور ته اشاره وکړه او وې فرمايل : )بُعِثْتُ وَالسَّاعَةُ كَهَاتَيْنِ( زه او قيامت دا شان سره راليږل شوي يو لکه څنګه چې دا دواړه ګوتې له يوې او بلې سره يو ځای دي ([1] ).
هغه صلی الله علیه وسلم دا هم وفرمايل چې زه د قيامت د اغاز لپاره راليږل شوی يم ([2] ).
امام قرطبي رحمه الله فرمايلي : د قيامت لومړنی نښانه د نبي کريم صلی الله علیه وسلم تشريف راوړل دي، ځکه چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم آخرالزمان پيغمبر دی او د ده صلی الله علیه وسلم او د قيامت تر مينځ هيڅ نبي راتلونکی نه دی ([3] ).
)۲( د رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات
د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفات د قيامت له ابتدائي نښانو څخه دی، حضرت عوف بن مالک رضی الله عنه بيان کړی : زه د تبوک غزا په موقع د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شوم، هغه صلی الله علیه وسلم د څرمنې په يوه خيمه کې تشريف درلود، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمايل : له قيامت څخه مخکې شپږ نښانې شمار کړی.
(۱) زما وفات.
(۲) د بيت المقدس دوباره فتح.
(۳) بيا هغه قسم زورور مرګ کوم به چې په تاسو کې د بزو د قعاص مرض په شان خپور شي.
(۴) بيا د مال ډيروالی، حتی که يوه سړي ته سل دينار ورکړل شي هغه به بيا هم راضي نه وي، مطلب دا چې له خلکو سره به مال ډير شي او غنيان به شي، تر دې که يوه کس ته تر زرو دينارو کم شی ورکړل شي هغه به نه پرې خوشحاله کيږي.
(۵) بيا د يوې داسې فتنې ظهور کومه به چې د عربو هر کور ته ورداخله شي.
(۶) بيا به د ستاسو او بنواصفر ( روم، يورپ او امريکه خلکو) تر مينځ صلح وشي، مګر هغوی به له تاسو سره غداري وکړي او د ستاسو لور ته به تر اتيا بيرغونو لاندې جمع راشي او د هر بيرغ لاندې به دولس زره فوځ وي ([4] ).
د رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات د اهل اسلام لپاره عظيم ترينه سحنه ده، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو نو په مدينه منوره کې د صحابه کرامو رضی الله عنهمد سترګو مخته د پريشانيو، بدنصيبي، بې انتظامي، د ظلم او ستم او د مصيبتونو امبارونه پريوتل.
د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په وفات سره له آسمانو څخه د وحې د راتلو سلسله قطع شوه او په امت مسلمه کې د فتنو سلسله شروع شوه، د ځينې قبايلو مرتد کيدل د همدغې سلسلې يوه کړۍ ده.
۳- د سپوګمۍ دوه ټوټې کيدل
الله تعالی په خپل مقدس کتاب قران مجيد کې فرمايي ) اِقۡتَرَبَتِ السَّاعَۃُ وَ انۡشَقَّ الۡقَمَرُ ﴿۱﴾ وَ اِنۡ یَّرَوۡا اٰیَۃً یُّعۡرِضُوۡا وَ یَقُوۡلُوۡا سِحۡرٌ مُّسۡتَمِرٌّ ﴿۲﴾ ( ([5] ).
ژباړه :
را نږدې شو قيامت او څيرې دوه ټوټې شوه سپوږمۍ او که وويني دغه (کفار د قريشو) کوم دليل د (قدرت) نو پر څنګ به شي دوی (مخ به واړوي) ترې او وايي به دوی (دغه) سحر کوډې دي قوي چې له پخوا را هسې راځي.
حافظ ابن کثير رحمه الله د دغه آيت کريمه په تفسير کې ويلي چې د (انشقاق قمر) دا واقعه د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په ژوند مبارک کې مخته راغلې وه، کومه چې په صحيح سند سره ثابته او په متواتر حديث کې د هغې ذکر موجود دی، د امت د علماؤ په دې خبره باندې اتفاق دی چې دا واقعه د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په ژوند مبارک کې مخته راغلې وه او دا د نبي کريم صلی الله علیه وسلم له معجزو څخه يوه حيرانونکې معجزه ده ([6] ).
حضرت انس بن مالک رضی الله عنه بيان کوي : چې د مکې خلکو له نبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه وغوښتل چې هغه صلی الله علیه وسلم ورته کومه نښانه ور ښکاره کړي نو نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته سپوګمۍ په دوو ټوټو کيدلو سره وروښودله ([7] ).
حضرت عبد الله بن مسعود رضی الله عنه فرمايي : يو ځل مونږ په منا کې له نبي کريم صلی الله علیه وسلم سره وو چې يو ناڅاپه سپوګمۍ وچاودله او په دوو ټوټو کې سره تقسيم شوه، يوه ټوټه يې د غره شاته او بله يې مخته وغورځيدله، رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته وفرمايل : ګواه اوسئ ([8] ).
۴-د صحابه کرامو رضی الله عنهمله دنيا څخه تلل
د نبي کريم صلی الله علیه وسلم له ذات ګرامي وروسته صحابه کرام رضی الله عنهمد دغه امت افضل ترين خلک دي، د حضرت ابوموسی اشعری رضی الله عنه حديث دی چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل : د آسمان ستوري د آسمان لپاره د امن او سلامتي ضمانت دی، کله چې ستوري ختم شي نو هغه قيامت به راځي د کوم چې وعده شوې ده او زه د صحابه کرامو رضی الله عنهملپاره امن او سلامتي يم، کله چې زه لاړ شم نو په صحابه ؤ رضی الله عنهمباندې به هغه حالت راځي د کوم چې وعده شوې ده او زما صحابه د امت لپاره د امن او سلامتي ضامن دي، کله چې صحابه کرام رضی الله عنهملاړ شي نو په امت کې به هغه اختلاف او انتشار مخته راشي د کوم چې له هغوی سره وعده شوې ده ([9] ).
له دې حديث څخه معلومه شوه چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو رضی الله عنهمله دنيا څخه تلل د قيامت له دوو نښانو سره يو ځای کړل او وې فرمايل : يو د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفات او دويم د ستوريو ختميدل او د شهابونو غورځيدل.
له احاديثو څخه دا هم ثابته ده چې له دنيا څخه به نيک خلک يو يو ځي او بالاخر به په بدترينو خلکو باندې قيامت قايميږي.
۵د بيت المقدس فتح
کله چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم بعثت وشو نو په دې وخت کې په بيت المقدس باندې د سلطنت روم د عيسايانو قبضه وه، سلطنت روم په دې وخت کې ډير طاقتور او با اختياره حکومت ؤ، په هماغو حالاتو کې نبي کريم صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو په لاس د بيت المقدس د فتح خوشخبري واوروله او هغه يې د قيامت په نښانو کې شمار کړه، لکه څرنګه چې د عوف بن مالک رضی الله عنه په حديث کې راغلي چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل : شپږ نښانې له قيامت څخه د مخه شمار کړی او په هغوی کې يوه نښانه حضور صلی الله علیه وسلم د بيت المقدس فتح بيان کړه ([10] ).
بيت المقدس د سيدنا حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په عهد خلافت کې په سنه (۱۶ هجري مطابق/ ۶۳۷ عيسوي) کې فتح شو، هغه بيت المقدس له کفر څخه پاک کړ او په هغه کې يې يو مسجد جوړ کړ.
بيت المقدس دوه ځلې فتح شوی، يو ځل د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په عهد خلافت کې او دويم ځل د سلطان صلاح الدين ايوبي د حکومت په سنه (۵۸۳ هجري مطابق/ ۱۱۷۸ عيسوي) دور کې او يو ځل به بيا د الله تعالی Y په حکم سره د يوه مسلمان ټولي په لاسونو فتح کيږي، حتی چې ونې او بوټي به هم خبرې کوي او وايي به اې مسلمانه ! اې د الله بنده ! دغه يو يهودي زما تر شا پټ شوی، راشه دغه زر قتل کړه ([11] ).
په راتلونکو صفحو کې به انشاء الله د بيت المقدس په سلسله کې د مسلمانانو او يهودو تر مينځ د کيدونکو ځينو جنګونو ذکر به راشي ([12] ).
۶- د ميګو په قعاص مرض د خلکو په کثرت سره مرګ
دا هم د قيامت له نښانو څخه ده او په دغه حديث کې موجود يو لفظ (موتان) د مبالغې صيغه ده، د کومې چې معنا ده مرګ به په کثرت سره واقع کيږي، لکه څرنکه چې په وبائي مرضونو کې خلک د سيکړو او زرګونو په شمير کې د مرګ ښکار کيږي.
وئيل شوي چې دا نښانه به د طاعون عمواس ([13] ) په صورت کې واقع کيږي، طاعون يو وبائي مرض دی، په دې کې به سوزش د جسم په کومه برخه کې ښکاره شي او له هغه سره به مريض په ډير شديد درد او تکليف کې مبتلاء وي، دا مرض ډير متعدي او مهلک دی.
حضرت عوف بن مالک رضی الله عنه روايت کوي چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل : له قيامت څخه وړاندې شپږ شيان شمار کړی او هغه صلی الله علیه وسلم په هغوی کې د )مُوْتَانٌ كَقُعَاصِ الْغَنَمِ( ([14] ) يعنې په وبايي امراضو سره د زياتو مرګونو ذکر يې هم وکړ لکه څرنګه چې د ميګو رمه د متعدي امراضو ښکار کيږي همدا شان به د انسانانو مرګ هم وي.
په اسلامي امت کې دا واقعه د حضرت سيدنا عمربن الخطاب رضی الله عنه په عهد خلافت کې د بيت المقدس له فتحې له ۱۶ هجري کال وروسته په ۱۸ هجري کې منځته راغلې وه، کله چې د شام په زمکه د طاعون مرض خپور شو او د الله تعالی مخلوق يې په لوی شمير کې د مرګ تر خولې ور تير کړ چې پنځه ويشت زره مسلمانان هم د دغه وبا ښکار شول.
په دغه وبا کې ډير جليل القدر صحابه کرام رضی الله عنهمهم له دې فاني دنيا څخه رخصت شول، په هغوی کې سيدنا معاذ بن جبل، ابو عبيده، شرحبيل بن حسنه، فضل بن عباس بن عبد المطلب رضی الله عنهماو ځينې نور حضرات هم شامل دي.
)كَقُعَاصِ الْغَنَمِ( يو مرض دی، چې کوم ځناور ونيسي، نو د هغه له پوزې څخه يوه ماده خارجيږي او هغه اناً فاناً مړ کيږي، نبي کريم صلی الله علیه وسلم د مرګ کثرت له )كَقُعَاصِ الْغَنَمِ( سره له دې امله مشابه کړ چې په طاعون کې به هم په بدن يو داسې زخم وي، له کوم نه به چې يوه سيال ماده خارجيږي او مريض به د هغې له وجهې د مرګ تر خولې رسيږي.
[1] – صحيح البخاری، التفسير، حديث ۴۹۳۶، وصحيح المسلم، الفتن، حديث : ۲۹۵۱.
[2] – همداسې امام حاکم رحمه الله په الکنی کې روايت کړی، علامه الباني رحمه الله په سلسله صحيحه ( حديث ۸۰۸) کې دا حديث صحيح بللی، په دغه حديث کې مذکور الفاظ د ( نسم الساعة) معنا د قيامت په شروع کې – د نسيم اصلي معنا د واړه شي ابتدائي برخه ده.
[3] التذکرة للقرطبي ک ۲ / ۳۰۹.
[4] – صحيح البخاری، الجزية والموادعة، حديث : ۳۱۷۶.
[5] – القمر : ۱؛ ۲.
[6] – تفسير ابت کثير، القمر، ۱: ۲.
[7] – صحيح البخاری، المناقب، حديث : ۳۶۳۷، وصحيح مسلم، صفات المنافقين، حديث : ۲۸۰۲.
[8] – صحيح البخاري، المناقب، حديث : ۳۶۳۶، وصحيح مسلم، صفات المنافقين، حديث : ۲۸۰۰.
[9] – صحيح مسلم، فضائل الصحابه، حديث : ۲۵۳۱.
[10] – صحيح البخاری، الجزية والموادعة، حديث ۳۱۷۶.
[11] – صحيح مسلم، الفتن، حديث : ۲۹۲۱.
[12] – وګوری : په علامات صغری کې ۹۵ نمبر علامه.
[13] – عمواس له بيت المقدس سره نزدې په فلسطين کې د يوه کلي نوم دی، وګورئ : معجم البلدان، مادة، عمواس.
[14] – صحيح البخاری، الجزية والموادعة، حديث ۳۱۷۶.

















