(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۲) زرغون خوږیاڼی
د ازبکستان ولسمشر اسلام ابدو ګانیویچ کریموف د مغزي سکتې له امله نن د جمعې په ورځ د ۸۷ کالو په عمر ساه ورکړه.
اسلام کریموف د پخواني شوروي له ټوټه کېدو وروسته په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د خپلواک ازبکستان ولسمشر وټاکل شو.
ویل کیږيو چې دی یو سخت درځی دیموکرات او ظالم دیکتاتور و، دده په دوره کې پرهیزګاره مسلمانان زنداني کیدل او یا له وطنه تبعید شوي دي.
کریموف ۲۷ کاله پاچاهي وکړه، دده په دوره کې د بیان ازادي او مزهبي خپلواکۍ باندې بندیز و.
د ده د مړيني خبر د جرمني خبري آژآنس ورکړی دی، تر اوسه ازبکستان په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي، ویل کیږي چې دده له وروسته ازبکستان د یو ناڅرګند راتلونکي سره مخ دی.
خونن د ازبکستان دولت په یوه خبر پاڼه کې ویلي وو؛ ددې هېواد ولسمشر اسلام کریموف مغزي سکته کړې او روغتیایي وضعیت یې خراب دی.
د دغه هېواد تر ټولو اوږد مهاله لومړی وزیر شوکت مرزایوف او مرستیال یې رستم اعظیموف هغه دوه کسان دې، چې کېدای شي د ده ځای ناستي شي.
تېرو کلونو کې د اسلام کریموف لور ګلناره د پلار د احتمالي ځایناستي په توګه یادېده، خو له مالي رسوایو سره په فسادتورنه شوه، د هغې د لوکس ژوند ددې لامل شو چې دا موقعیت له لاسه ورکړي.
د دې څخه تر مخه د يو افغان چارواکي په حواله ويل شوي وو، چی د ازبکستان چارواکو افغانستان ته حال ورکړی چي د کريموف د جنازې مراسم د شنبې د ورځي له پاره پلان شوي دي.
نن د ترکيې لومړي وزير بن علي يلدريم د کریموف پر مړینې د خواشينۍ پيغام لیږلی «ازبکستانی ولسمشر اسلام کريموف له دې نړۍ سترګي پټي کړي دي. الله دي پر هغه ورحميږي. ترک جمهوريت په دغه غم کي د ازبکستانيانو سره شريک دی.»
همدازنګه رویټرز خبري اژانس هم ویلي دي، چې اسلام کریموف مړ شوی دی، ددې اژانس په خبر کې ویل شوي چې سبا سهار به یې په سمرفند کې جنازه ادا شي.
د اسلام کریموف د زیږېدنې په ښار سمرقند کې د سړکونو او عمومي ځایونو د پاکولو کارونه پیل شوي، چې دا اوازې پیاوړې کوي چې ښایي دا ښار د ځانګړو مراسمو ترسره کېدو لپاره چمتو کېږي.
اسلام کریموف د ۱۹۳۸ کال په جنورۍ میاشت په سمرقند کې وزېږېد او د یتیمانو په یوه مرکز کې لوی شو.
کریموف د پخواني شوروي اتحاد له کمونست ګوند سره یوځای شو او په ۱۹۸۹ کال کې ازبکستان د ګوند منشي شو او ۱۹۹۱ کال د محلي پارلمان لخوا د پخواني شوروي اتحاد ددغه جمهوریت ولسمشر شو.

















