(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۴) زرغون خوږیاڼی
د کندهار ولايت د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو ریيس نظرعلي قاطع تېره ورځ د نامعلومو افرادو لخوا وژل شوی دی.
ویل کیږي، چې نظر علي قاطع په ډزو وژل شوی او مړی يې د کندهار ولایت د دویمې عينو مېنې په ځنګل کې موندل شوی دی.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې د کار او ټولنیزو چارو رئيس علي قاطع تیره ورځ د نامعلومو افرادو لخوا وړل شوی و، چې وروسته یې مړی د دویمې عینو مینه کې موندل شوی دی.
خپلواک زیاتوي، چې د رئيس علي قاطع موټر د زابل والایت په قلات ښار کې د یو تن سره نیول شوی دی، چې د پلټنو لاندې نیول شوی دی.
نظر علي قاطع له تېرو څلورو کلونو راهيسې د کندهار ولايت د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو د ریيس په توګه دنده لرله.

















