سرپل: طالبانو د ۱۱ تنو نيول شوو عسکرو او مهماتو عکسونه خپاره کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۱۴) الماس خدرخېل

طالبانو د هغه نيول شوو عسکرو او مهماتو عکسونه خپاره کړل، چې تېره شپه يې په سرپل ولايت سوزمه قلعه ولسوالۍ کې له يوې پوستې نيولي و.

طالبان وايي، چې يادې ولسوالۍ ته څيرمه يو مرکز يې په ځانګړي تکتيک له امنيتي ځواکونو نيولی او  پکې د ۱۱ تنه امنيتي سرتيرو په ګډون په زياته اندازه سپکه او درنه وسله يې هم نيولې.

IMG-20160904-WA0047

طالبانو په خپل رسمي ويب پاڼه کې د ۱۱ تنو عسکرو په ګډون د يو ټانګ، دهشکې، دافع هوا، درازکوف او نور ډول ډول سپکو او درنو وسلو، چې له امنيتي ځواکونو يې نيولي  عکسونه خپاره کړي دي.

بايد وویل شي، چې له بندي عسکرو سره د طالبانو ښه چلند او له ضمانتونو وروسته یې د بیرته خوشې کولو پرېکړې ډیری افغان سرتیري دې ته هڅولي، چې خپلې پوستې په ډیرې اسانۍ طالبانو ته تخلیه کړي او وسلې په ځمکه کیږدي، چې دا کار د دولت او امریکایانو لپاره په لوی سرخوږي بدل شوی.

غنیمت شوی

طالبانو تېره میاشت په کندز کې هغه ۱۴ تنه د پولیسو سرتیري خوشي کړل، چې په دې وروستیو کې يې د کندز-تخار په لویه لار د کته خیلو په سیمه کې ژوندي نیولي وو.

د يادونې ده، چې طالبانو په دې وروستيو کې د سرپل ولايت زياتې سيمې له امنيتي ځواکونو نيولي، چې اوس هم وخت ناوخت په ياد ولايت کې د ښکېلو اړخونو له خوا د جګړو خبرونه ورکول کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button