غزني: طالبانو چغتو کې پوسته نیولې، دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۴) زرغون خوږیاڼی

تیره شپه د طالبانو لخوا د غزني ولایت د چغتو ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه شوي، چې دواړه خواوې یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي.

 د غزني ولایت امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو د جغتو ولسوالۍ پر ودانۍ او امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

امر خیل زیاتوي، چې په دغو بریدونو کې د طالبانو یو قومندان حماس په ګډون ۲ طالبان وژل شوي او ۳ نور یې ټپيان شوي دي، چې د مړو جسدونه د عامو خلکو په لاس طالبانو ته سپارل شوي دي.

ده همدارنګه وویل، چې په جګړه کې ۱ پولیس وژل شوی او ۱ بل ټپي دی.

بلخوا د طالبانو ویاند وايي، چې د چغتو ولسوالۍ مهمه امنیتي پوسته یې نیولې ده او ۹ تنه اربکیان یې وژلي دي او یو شمیر نور ټپيان شوي دي.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي، چې تیره شپه شاوخوا ۳ بجې د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ اړوند مهمندو کوتل سیمه کې د اربکیانو په پوسته داسلامي امارت مجاهدینو کارنده برید وکړ، د جګړې په پایله کې پوسته په ټولیزه توګه ویجاړه شوه.

طالب ویاند په دغه جګړه کې د یو شمیر نظامي وسایلو د نیولو خبر هم ورکوي، دی وايي چې له دغې پوستې څخه یې  ۱ میل ده شکه، ۱ میل پیکا، ۱ میل کلاشینکوف، او ګڼ شمیر نور مهمات نیولي دي.

مجاهد تائيدوي چې په دغه جګړه کې یې ۲ ملګري وژل شوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button