ليكوال : م, نجم الرحمن (فضلي )
د معراج واقعه
د معراج لفظ له عروج څخه اخيستل شوى، لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د معراج د واقعه د بيانولو په وخت کې فرمايلي )عرج بی( زه پورته آسمانونو ته بيول شوى وم، نو ځکه په معراج سره ونومول شو او د معراج د واقعه اثبات له مسجد حرام څخه تر مسجد اقصى (بيت المقدس ) پورې په قرآني آيت باندې شوى، لکه چې الله تعالى جل جلاله فرمايلي :
)سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجدِ الأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ البَصِير( ([1]).
ژباړه : پاکي د هغه ذات چې بيولی يې وه بنده خپل (محمد) په (يوه برخه د) شپې کې له (منځه يا له څنګه د) مسجد حرام څخه تر مسجد اقصی پورې هغه چې برکت اچولی دی مونږ چار چاپير د هغه (بيول د محمد د دې لپاره وه) چې (هلته) وښيو مونږ دغه (محمد) ته ځينې له دلايلو (د قدرت) خپل، بيشکه چې دغه (الله) هم دی دی ښه آوريدونکی (د ګردو ټولو اقوالو) ښه ليدونکی (عالم په پټو او ښکاره ؤ) ([2]).
او له مسجد اقصى څخه تر عالم عليا پورې په ډيرو احاديثو باندې ثابت دى، چې ټول په دې ځای کې نه راوړل کيږي، لنډه دا چې د رسول اللهصلی الله علیه وسلم د معراج واقعه ثابته او د رسول الله له لوړو معجزو څخه يوه معجزه دی.
د بدر په جګړه کې د ملائکو ګډون
د بدر په جګړه کې د فرښتو د ګډون په اړه قرآنکريم داسې ارشاد فرمايلى دى : )إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّي مُمِدُّكُم بِأَلْفٍ مِّنَ الْمَلآئِكَةِ مُرْدِفِينَ( ([3]).
ژباړه : (ياد کړئ) هغه وخت چې استغاسه به کوله تاسې رب خپل ته نو الله در ورسيده لپاره د (فرياد) ستاسې چې بيشکه زه مرسته (مدد) کونکی يم له تاسې سره په زرو تنو له پرښتو ځنې يوه په بلې پسې راتلونکې ([4]).
البته د ملائکه ؤ شميره له يو زر نه تر پنځو زرو پورې ذکرشوی، امکان لري چې لومړنی ډله دې يو زر وي او وروستنی دې نورې ډلې تر پنځو زرو پورې رسيدلې او تکميل شوي وي.
له سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه څخه روايت دى چې فرمايي : دوه کسان مې وليدل د رسول اللهصلی الله علیه وسلم ښي او چپ اړخ ته چې سپينې جامې يې په تن وې، سخت جنګ يې کولو او هغه دوه کسان مې نه چيرته مخکې له دې ورځې ليدلي وه او نه مې وروسته، چې دا له حضرت حبرائيل علیه السلام او حضرت ميکائيل علیه السلام څخه عبارت وه ([5]).
په جنګ کې د پرښتو ګډون د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مرستې په موخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له معجزو څخه يوه معجزه دی .
د مات شوي هډوکي جوړيدل
حضرت براء رضی الله عنه فرمايي : رسول الله صلی الله علیه وسلم يوه ډله چې په څو نفرو باندې مشتمله وه او عبدالله بن عتيک هم د هغوی په جمله کې شامل وه د ابي رافع د وژلو لپاره څوک چې د رسول اللهصلی الله علیه وسلم سرسخت دښمن وه وليږله.
حضرت عبدالله بن عتيک رضی الله عنه د شپې د ابي رافع اطاق ته داخل شو په داسې حال کې چې نوموړى ويده وه، هغه يې وواژه، حضرت عبدالله بن عتيک فرمايي : د رسول اللهصلی الله علیه وسلم د دښمن په نس باندې مې توره کيښوده او زور مې ورکړ تر دې چې له شا څخه يې را ووتله او پوه شوم چې وه مې واژه، وروسته مې اراده وکړه چې د کلا دروازه خلاصه کړم، کله چې د زينې وروستني (اخيرني) پلي ته ورسيدم د اشتباه له امله له زينې څخه وغورزيدم، زمکې ته ورسيدم شپه سپوږمۍ وه او پښه مې ماته شوه، هغه مې په خپله پګړۍ باندې وتړله او ورسته له خپلو ملګرو سره يو ځاى شوم، تر دې چې د سرورکائنات په حضور کې حاضر شوم او د ابي رافع د وژلو قيصه مې رسول اللهصلی الله علیه وسلم ته بيان کړه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : خپله ماته شوې پښه وغزوه (درازه يې کړه) خپله پښه مې وغزوله، رسول للهصلی الله علیه وسلم په خپل مبارک لاس سره زما پښه مسح کړه نو سمدستي جوړه شوه، لکه چې په ټول عمر کې يې هيڅ درد نه وي کړى، په يوه لحظه کې د مات لينګي جوړيدل د رسول اللهصلی الله علیه وسلم له څرګندو معجزو څخه يوه معجزه دی ([6]).
د مړي را ژوندي کول
له حسن بصري صاحب څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يو تن راغى او داسې بيان يې ورته وکړ چې خپله وړه لور مې ژوندی خښه کړه او يا دا چې په هغه کنده کې مې وغورزوله، رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه سره هغه ځاى ته تشريف ويووړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې انجلۍ په نامه غږ وکړ چې اې فلانکی زما بلنه ومنه د الله تعالى جل جلاله په اذن، امر او اراده سره، چې له دې سره سم هغه وړه انجلۍ له هغې کندې يا هغه ځای څخه را ووتله چيرته يې چې خښه کړې وه، په داسې حال کې چې ويل يې اجابت او خدمت ته آماده يم او سعادت دی تاسو لره، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل : ستا والدين (مور او پلار) په اسلام باندې مشرف شوي که چيرته له خپل مور او پلار سره ژوند خوښوې نو تا هغوی ته سپارم، هغې وړې ماشومې وويل مور او پلار ته مې ضرورت نشته، خپل خداى جل جلاله مې له هغوی څخه غوره او بهتره وموند ([7]).
د اوبو معجزه
له حضرت جابر رضی الله عنه څخه روايت دى فرمايلي يې دي چې : د حديبې په ورځ خلک تږي شول او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د اوبو کوزه وه چې اودس يې ورباندې کاوه او د اوداسه او څښلو لپاره نورې اوبه نه وې يواځې همدا اوبه وي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل مبارک لاس په کوزه باندې کيښود چې د مبارکو ګوتو له منځ نه يې اوبو فواره کوله لکه د چينو په څير، جابر صاحب فرمايي مونږ هم اوبه وڅښلې او هم مو اودس ورباندې وکړ، له حضرت جابر رضی الله عنه څخه وپوښتل شول چې ستاسو شمير څومره وه؟ وې فرمايل که چيرته مونږ په دې وخت کې سل زره هم وای نو دې اوبو به کفايت کړى وای او د ټولو به بس شوي وای ([8]).
د ګونګي خبرې کول
بيهقي د سمي بن عطيه روايت نقل کړى چې : يوې ښځې خپل ځوان ( زلمی) ځوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم مجلس ته حاضر کړ او عرض يې وکړ چې ځوی د تولد له مودې راهيسې ګونګى دى او خبرې نشي کولاى (يعنې مور زادي ګونګى دى) رسول للهصلی الله علیه وسلم له ځوان ګونګي څخه وپوښتل چې زه څوک يم ؟ ګونګي ځواب ورکړ! چې ته د الله تعالى رسول او استازى يې او خبرې يې پيل کړې ([9]).
له پورتنيو عبارتونو څخه دوه معجزې ثابتې شوې :
(١) د مور زادي ګونګي خبري کول.
(٢) له تعليم او ښوونې پرته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په رسالت باندې شهادت او ګواهي.
د قطع ( غوڅ ) شوي لاس جوړيدل
بيهقي له حبيب بن يسار څخه روايت کوي او فرمايي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مې په يوه غزاء کې ګډون کړى وه، زما اوږه د تورې تر وار (ګذار) لاندې راغله، لاس مې له اوږې څخه غوڅ شو، د رسول اللهصلی الله علیه وسلم خوا ته راغلم، رسول اللهصلی الله علیه وسلم خپلې مبارکې لياړې په هغه قطع شوي ځای باندې ومښلې او زما قطع شوى لاس يې بيرته له خپل اصلي ځای سره وصل کړ، کله چې ځای ته ورسيد نو روغ شو او هيڅ نقص، عيب او درد پکې پاتې نشو، وروسته مې هغه کس وواژه چا چې زما لاس قطع کړى وه ([10]).
د لرګي ژړا
وعن جابر قال کان النبي صلى الله عليه وسلم اذا خطب اسند الى جذع نخلة
له حضرت جابر رضی الله عنه څخه روايت دى فرمايي چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم به د خطبه ويلو په وخت کې د خرما لرګي ته تکيه کوله چې د جومات د ستنو له جملې څخه وه، کله چې منبر جوړ شو او رسول لله صلی الله علیه وسلم په منبر باندې ودريد د خرما هغه لرګي چې رسول لله صلی الله علیه وسلم به د هغه په خوا کې خطبه ويله فرياد وکړ، ژړل يې تر دې چې نزدې وه چې وچوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم را ښکته شو او هغه ستن يې ونيوله او ځانته يې ورنزدې کړه، يعنې ځانته يې ور جوخته کړه او نوموړې ستنې داسې ژړل لکه چې يو ماشوم (طفل) له ژړا څخه قراريږي، تر دې چې قراره شوه او ژړا يې ودريدله، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : ستنې ځکه ژړل چې مخکې يې ذکر اوريدلو اوس زما د ليرې کيدو له امله له اوريدو څخه محرومه شوې نو ځکه ژړا کوي ([11]).
د ونې او غره سلام اچول
وعن علي بن ابي طالب قال کنت مع النبي صلى الله عليه وسلم بمکة فخرجنا في نواحيها فما استقبله جبل و لا شجر الا وهو يقول السلام عليک يا رسول الله صلى الله عليه وسلم
له حضرت علي ابن ابي طالب رضی الله عنه څخه روايت دى فرمايي : زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په مکه کې وم، د مکه اطراف ته ووتلو، له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره به نه مخامخ کيدل ونه او يا غر مګر دا چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې به يې سلام اچولو (يعنې د لارې په اوږدو کې به چې کوم غر او يا کومه ونه له رسول اللهصلی الله علیه وسلم سره مخ کيدل نو په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې به يې ويل (السلام عليک يا رسول الله) ([12]).
([2]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص : ۱۵۹۸.
([4]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص : ۹۹۱.
([6]) تنوير المجاهدين، څلورمه برخه، عقيدوي مسايل.
([7]) شرح الشفاء لقاضي عياض، ج : ٣، ص : ٩٨.
([8]) تنوير المجاهدين، څلورمه برخه، عقيدوي مسايل.


















