کابل: د جنوبي اسیا د کراټې سیالیو لپاره ۳۵ لوبغاړي غوره شول

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۷) زرغون خوږیاڼی
د سپورت او بدني روزنې ریاست وايي، چې د جنوبي اسیا د کراټې سیالیو لپاره یې ۳۵ لوبغاړي غوره کړي دي.
د یاد ریاست په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې تېره ورځ د کراټې ملي فدراسيون لخوا په کابل کې د سرې میاشتې په ورزشي تالار کې د کراتې د لوبغاړو تر منځ انتخابي سیالیۍ وشوې.
په یاد ټورنمنټ کې د کراټې ۷۵ لوبغاړو د نوو ځوانانو،ځوانانو او لویانو په بیلابیلو ګروپونو کې سیالۍ ترسره کړې.
د سیالۍ په پای کې 35 لوبغاړو د روزونکو، لوبڅار او کارکوونکو په ګډون د جنوبي اسیا د سیالیو چانس ترلاسه کړ.
ټاکل شوې ده چې د کراټې دا لوبغاړي د جنوبي اسیا د درېیم پړاو په سیالیو کې ګډون وکړي، دا سیالۍ چې په ۲۲ د سپتمبر پیل کیږي او۲۵ د سپتمبر کې پای مومي، د هندوستان په ډیلي ښار کې ترسره کیږي.


