رحمت الله نبیل: اشرف غني باید له دندې څخه لرې شي او استعفا ورکړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۷) زرغون خوږیاڼی
په هېواد کې د روانو حالاتو او پرله پسې بحرانونو وروسته، د حکومت ډیر لوړ پوړي چارواکي پر ولسمشر اشرف غني باندې نیوکې کوي.
په دې وروستیو کې د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل وايي، چې د اوسني ناورين څخه د وتلو لپاره باید اشرف غني د بې ځایه مداخلو څخه لاس واخلي او دې له دندې څخه لرې شي.
د ملي امنیت پخوانی مشر په ولسمشر اشرف غني تور پورې کوي، چې د حکومت په ادارو کې بې ځایه لاس وهنې او مداخلې کوي، دا لاس وهنې په حکومت کې د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو بحرانونو لامل شوې.
نبیل د طلوع ټي وي سره په مرکه کې وویل، د ولسمشر اشرف غني بې ځایه مداخلو او لاسوهنو په هیواد کې یو ژور بحران رامنځته کړی او وسله والو ته یې جرات ورکړی دی.
ښاغلی نبیل د ګډ حکومت مشرانو ته په ځانګړې توګه ولسمشر اشرف غني ته وړاندیز وکړ، چې د روان بحران نه د وتلو لپاره دې له بې ځایه مداخلو څخه لاس واخلي او یا دې له دندې څخه لرې شي.
نبیل وویل، د ګډ حکومت مشران په خپلو کې سره په شخصي او ګوندي امتیازاتو کې اختلاف کوي، په دې سربیره دوی یو د بل د ناتوانه کولو کوښښ هم کوي، چې دې کار ملي یو والي ته سخت زیان ورسولو.
نومړی وايي(( اوس تاسو دواړه مشران مهرباني وکړۍ، خپله راشئ او خلکو ته ووايي، چې مونږ ناتوانه یو! او رسما استعفا ورکړئ!.


