ولایتي شورا: طالبان د ترینکوټ ښار څو سوه مترۍ ته رارسیدلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۷) زرغون خوږیاڼی
د ارزګان د ولایتي شوار رییس وايي که چیرې په بیړنۍ توګه ځانګړي ځواکونه ورو ونه رسیږي د ترینکوټ ښار به سقوط وکړي؛ ځکه چې جګړه ددغه ښار څو سوه مترۍ ته رسیدلې ده.
د ارزګان د ولایتي شورا رئیس عبدالکریم خادمزی نن پژواک ته وویل :له تیرو دریو ورځو راهیسی سلګونه طالب وسله والو له بیلا بیلو لورو پر ترینګوټ ښار بریدونه پیل کړي دي.
هغه زیاته کړه چې وسله وال طالبانو په ځینو ساحو کې د ترینکوټ ښارتر ۶۰۰ مترۍ پورې رسیدلي دي او ښاریان د تیښتې په حال کې دي.
نوموړي وویل چې ولایتي اداره په دې اړه د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او ملي امنیت شورا سره اړیکه کې ده، هغوی د ځانګړو ځواکونو د لیږلو ژمنې کړي خو تر اوسه عملي اقدام نه دی شوی.
خادمزی وايي، چې د حکومتي ځواکونو په رهبرۍ کې د ستونزو له امله وسله وال طالبان د ښار په لوري د پر مختګ په حال کې دي.
امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د ترینکوټ او اروزګان لویه لاره او د ترینکوټ چوري ولسوالۍ تر منځ لویه طالبانو نیولې ده او د حکومتي ځواکونو پر مخ يې بنده کړې ده.
د سرچینې په وینا پولیسو د ترینکوټ د کندهار پر لویه لاره ۷ پوستې پريښي او پوستې طالبانو نیولې دي.
د اروزګان امنیه قومندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي وایي، چې وسله والو طالبانو د مرکز ترینکوټ اړونده په تودو اوبو، ککرک، مهراباد ، دیجوز، او تنګي سیمو پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي دي او اوس هم جګړه روانه ده.
صمیمي وویل، چې تر اوسه په دغه جګړه کې د دوو قومندانانو په ګډون ۴۰ پورې وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۰ نور یې ټپيان دي.
صمیمي وايي په دغو جګړو کې ۲ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت په ویبپاڼه کې لیکلي، چې په دغه جګړو کې ۱۵پولیس وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.
بلخوا طالبان وايي، چې په ترینکوټ کې یې ۱۵ پوستې او ۶ پراخه سیمې نیولي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، بیګاه شپه دککرک ، خورما ، بلوچي ،دیجوز ، فیروشه او تودو اوبو پراخي سیمي د یوې مهمې قرارګاه او ۱۵ پوستوپه شمول له لږمقاومت وروسته په بشپړه توګه د طالبانو لاسته ولویدې، پولیس د تلفاتو په لیدلو سره له سیمې تښتیدلي دي.



