(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۱۹) الماس خدرخېل
د کندهار ميوند ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې امنيتي ځواکونه له يادې ولسوالۍ يو شمېر سيمو څخه وتلي او پوستې يې مخالفينو ته پريښي دي.
د ځايي پوليسو يو چارواکي کابل ټکی کام ته د نوم نه څرګندولو په شرط ويلي دي، چې له سيمې څخه امنيتي ځواکونو د طالب وسلوالو د محاصرې او وېرې له مخې پوستې خالي کړي دي.
بل پلو طالبانو ويلي دي، چې نن سهار مهال حکومتي پوليسو او ميلي اردو د دوی د وسلوالو بريدونو او خښ کړل شوو ماينونو له ډاره د تور نيکه له سيمې څخه بيا د جوګرم مانده پورې ۱۰ امنيتي پوستې پريښي او په تېښته بريالي شوي دي.
طالبان وايي چې د امنيتي ځواکونو په تېښتې سره پراخه سيمه د دوی تر ولکې لاندې راغله او د امنيتي ځواکونو واک صرف د ولسوالۍ تر مرکز او کندهار هرات لويې لارې پورې محدود شو.
دا په داسی حال کې ده چې د قندهار امنیه قومندان د ارزګان مرکز د ترینکوټ د جګړې قومنده په غاړه اخیستې او له قندهاره تللی دی.
ميوند د کندهار لويديځ ته پرته ولسوالي ده ، په دې ولسوالۍ کې د طالبانو فعاليت نسبت د کندهار نورو ولسواليو ته زيات ليدل کيږي.


















