آیا کندز ته لېږل شوي پلاوي به دپېښې حقیقت روښانه کړي؟

طالبانو دغزني دزندان دماتولو وروسته دکندز دزندان ماتولو اراده وکړه د دری ورځو جګړې وروسته یعنې دولس ورځي وړاندی دکندز ښار دوي ته په لاس ورغې چې تر ۷۰۰ پورې زندانیان يې آزاد کړل، دا دواړه پېښې پر دولت د بې باورې او بې کفایتي نښې وې چې افغان اولس دانتخاباتوپه کمپاین کې دمخه چې لا ګډوله حکومت نه ؤ جوړ اندېښنه څرګنده کړې وه ، خو چې پری د جان کیرې لخوا منظوری ورکړي شو بې چاره یرغمل ولس يې دنه منلوتوان په ځان کې بیا نه لیده.
دکندزه ښار طالب وسلوالو ونیو کندز دښاریانو هغه اندیښنې چې طالب وسلوال به ورسره څه کوله ، له منځه لاړي خو چې دبیا نېولو اراده يې وشوه دکندز دښاریانو کډه تللو کورنیو بیرته کندزته راتګ ته زړه نه ښه کوي.
دناتو الوتکو دومره بې رحمه بمباري وکړه چې ډاکټران يې هم په روغتون کې ووژل داشرف غني لپاره دکندز دمشرانو سره په لیدلوکې هیڅ ځواب نه ؤ ځکه دبمبار وروسته په افغانستان کې دامریکا د پوځونو قوماندان جنرال کمبل رسنیوته وویل چې به کندز کې بمباري مو د افغان چارواکو په غوښتنه او لاروښوونه کړیده.
اوس چې دپوهنې دپخوانې وزیر فاروق وردګ په مشري یې کندزته دحقیقت موندنې لپاره کوم پلاوي لېږلې کندزته رسیدلې پلاوي داشرف غني لارښوونه غواړي چې څه وکړي دلته په ارګ کې اشرف غني د کندز مشرانو سره ژمنه وکړه چې دپیښې په علت اوحقیقت موندنې سره لازمې کړنې کوي هلته په کندز کې لیږل شوي پلاوي لا تر اوسه بې واکه ناست دي .
دا داسې مثال لري لکه دزوی او دلور دپلرونو ترمنځ چې دواده په ورځ د ډولۍ پورته کولو خبره خلاصه شوې وي؛ په ورا ورغلي ورا باڼې په کټونو ناست دي د کندز پېښه داشرف غني او اوباما معامله ده اشرف غني به داولس سرونه اوباما ته د ډولۍ په توګه ورکوي دفاروق وردګ په مشري وراباڼې پلاوي یوازې دکندز په میلمستون کې خوراک کوي دوی څه حیثت نه لري چې دمجرم ښودلو ، نېولو ، اوګوښه کولو حقیقت روښانه کړي تردي دمخه د نورولایتو دبمباریو پېښوته هم پلاوي تللي خو هیڅ یې ندي کړي.



