اختره بختوره.

قاري خالد
اختره بختوره؛ لږ به تم وې، لږ به انتظار وې، ته وا پر داسې حالاتو کې به موږ ستا حق ادا کړای سو؟
فضا مو دپردیو سره ده، پر مځکه ډاډه پل نسو وهلی، دشپې خوبونه نلرو، پر سر مو غبرګې صلیبي الوتکې پروازونه کوي، زلمیان مو سنګرونو کې مورچه دي او غربیان مو دوژلو پلانونه ترتیبوي.
اختره بختوره؛ ستا مزه او رنګ به هغه مهال دوه چنده وای چې موږ خپلواک وای او په وطن کې مو دخوسا ډیموکراسۍ پر ځای، سپین سپېڅلی شریعت حاکم وای
دحصارک له هسکو سردرو راوتلی وای، د اډې اخندذاده سلام ته تللی وای، دکونړ او نورستان د اسمان څکو سردرو دیدن مو کړای وای، دلغمان په مهترلام کې دمه سوی وای، دماهیپر پر کږو ـ وږو لارو دوطن زړه کابل ته داخل سوی وای، دشمالي په انګورو مو زړه یخ کړی وای، دسلطانِ غزنوي قبر په ښار کې مو شپه وای، دتګاب انار، دغزني ممیز، دمیدان مڼې او دقندهار بادام مو شوپولی وای.
اختره بختوره؛ موږ درته خوشال یو، کوښښ کوو چې حق دې هم ادا کړو، ته دڅارویو قرباني غواړې، موږ له قربانۍ وېره نلرو، موږ لګیا یو خپلې وینې بهوو مګر ظالمان مو نه پرېږدي، زموږ خوښۍ له موږ تروړي، د اختر پر شپه مو بمباردوي، بچیان مو یتیمانوَي، مېندې مو بورَوي او خویندې مو ژړوي
اختره بختوره؛ ته وا پر داسې حالاتو کې به زموږ پر شونډو څنګه موسکا وځغلي؟
اختره بختوره؛ هغه دې یاد سي چې موږ واړه و، ټالونه به مو اچولې ول، له مور او پلاره به مو په ژړا او واوېلا پیسې غوښتلې او ستا حق به مو پر ځای کاوه؟
اوس چې موږ پلاران یو؛ خندا مو چا غلا کړې، پر خولو مو مهرونه لګېدلي، زوانان مو زندانونو ته لوېدلي او کمکیان د انفجار له وېرې، له میلو راګرځوو.
اختره بختوره؛ ستا به یاد وي چې ستا په راتګ به مو پلاستیکي تفنګچه اخیستې وه او خوشال او خندان به ګرځېدو؟
اوس چې زوانان یو، هماغه تفنګچه مو په اصیله تفنګچه بدله کړې، ددین او وطن دښمن ته مو سینه سپر کړې او کوښښ کوو چې بل وار دې دراتګ رنګ بدل کړو
وطن خپلواک کړو، واک دمسلمان کړو، په وطن کې حاکم قرآن کړو او په ازاده فضاء کې ستا دراتګ خوښۍ ولمانځو.
اختره بختوره؛ له موږ خپه نسې، له موږ ګیله ونکړې، ستا نه مننه چې موږ ته خوښۍ راوړې، د احسان دې منت بار یو مګر موږ معذور یو، عذر مو ومنه اختره بختوره.
دسوکاله، خوشاله او اسلامي افغانستان په هیله



