سوريې د اسرائيلي پوځ ۲ الوتکې نسکورې کړي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۴) الماس خدرخېل

د سوريې د پوځ چارواکو ويلي، چې د صهيونيستي رژیم يوه جنګي او بله بې پيلوټه الوتکه يې ويشتلي او غورځولي دي.

د سوريې رسمي خبري اژانس (سنا) د خبر له مخې چې اسرائيلي الوتکې د سه شنبې په ورځ سهار مهال د دې هېواد په سويل لويديځ سرحدي ښار (قنيطرې) باندې بمباري کوله، چې د سوريې حکومتي ځواکونو له خوا ويشتل شوې او رانسکوره شوې ده.

همدارنګه د سوريې د ستر درستيز د دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې جنګې جيټ الوتکې تر څنګ ويل شوي، چې يوه بله اسرائيلي بې پيلوټه کشفي الوتکه يې د سعسع ښارګوټي په لويديځ کې چې د جاسوسۍ لپاره رالېږل شوې وه ويشتلې.

د اسرائيلو پوځي چارواکو تائيد کړې، چې تېره ورځ سهار مهال يې په قنيطره ښارګوټي کې د سوريې د وسلوال پوځ مرکزونه بمبار کړي، خو د خپلو الوتکو د نسکوېدلو په هکله يې بې خبري ښودلې.

د يادونې وړ ده، چې ۱۹۶۷م کال کې د سوريې او اسراييلو تر منځ جګړه کې اسراييلي يرغلګرو د سوريې جولان نومې غريزه سيمه نيولې او ۱۹۷۳م کال کې شامي ځواکونو هڅه وکړه، چې ياده سيمه له اسراييلو ازاده کړي، مګر دوی په خپلو هڅو کې پاتې راغلل او له هغه وخت د اسراييلو او سوريې تر منځ تخنيکي جګړې روانې دي.

د سوريې د خپل منځي شخړې له رامنځ ته کېدو وروسته، دا څو وم ځل  دی، چې اسرائيل پر سوريې هوايي بريدونه کوي.

د سوريې له خپل منځي ستونزې اسرائيلو دغه ګټه پورته کړې، چې هر کله وغواړي پر سوريې هوايي بريد کولی شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button