ولس له طالب سره دی

کابل ټکی کام ۲۴وږي/۱۳۹۵، لیکنه: سید احمدالله غزنوي
د افغانستان غیور، غیرتي، ویاړلی، پتمن او سرښندونکی ولس یو داسې ولس دی، چې همېشه یې د مسلمه امت د سوکالۍ او ارامۍ لپاره مټې را بډ وهلي دي او هم یې د هغو ډلو ملاتړ کړی، چې د مسلمه امت د سوکالۍ او ارامۍ هڅې کوي.
که د افغانستان زرین تاریخ را وپلټو، پوه به شو چې زمونږ سرښندونکي او باتور ولس له چا څخه ملاتړ او له چا سره یې دښمني اعلان کړې ده؟
تاریخ ګواه دی چې زمونږ د پښتنو ستر ویاړلی، مدبر، پتمن او مجاهد نیکه (میرویس ) رحمه الله د خپلو کلیوالو او قومي مشرانو په ملاتړ د اېراني ګرګین پر خلاف د حی علی الجهاد چیغه پورته کړه او له هغوی څخه یې سپیڅلې او د تاریخ په زړه کې تلپاتې ازادي واخیسته.
تاریخ شاهد دی چې سلطان محمود غزنوي رحمه الله هم د خپل ولس په ملاتړ، خپله اسلامي او جهادي مفکوره ان تر هندوستانه پورې ورسوله،نوموړي ته د ولس له خوا سیف الدولة، یمین الدولة، امین الملة او بت شکن القاب ورکړل شوي دي،چې د نوموړي سره د ولس مینه اوملاتړ ثابتوي.
څرګند حقیقت دی چې د حق پالونکې ډلې په وړاندې به شیطاني ډله ولاړه وي، نن د طالبانو د اسلامي امارت په وړاندې هم کافر او ډیموکرات دولت ولاړ دی، چې د حق او باطل جګړه یې بللی شو.
ننني حالات مو په خپله ولیدل او لا یې وینو؛ کله چې زمونږ په هېواد کې پاټکونه جوړ شول، هلکان ښکته کېدل، هلکان ودېدل، ښځې تښتول کېدې او نور نا ویلي ظلمونه او وحشتونه رامنځته شول، نو د دغې خاورې یو بل باتور، د سیاست او خلافت مجدد، امام المجاهدین، بت شکن، امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د دغو وحشتونو او ظلمونو د له منځه وړلو لپاره، له خپلې خړې حجرې څخه د څو تنو طالبانو په ملاتړ را پاڅېدو او د دغو وحشتونو پر خلاف یې تېره او ګړندۍ اقدام وکړ، د دغو وحشتونو او جنایتونو مرتکب خلک یې له منځه یووړل او خپل ولس ته یې ارامي او سکون وبښل.
دغه شخصیت ته، چې د ستایلو لپاره یې الفاظ نه لرم، د سلګونه علماوو له خوا په یوه ستره غونډه کې د امیرالمؤمنن لقب ورکړل شو او د بیعت لپاره ورته د هېواد او نړۍ علماوو، مجاهدینو او عامو مسلمانانو لاسونه اوږده کړل.
نوموړي په افغانستان باندې پنځه کاله داسې حکومت وکړ، چې د ده رحمه الله دغې حکومتولۍ ته، د ده رحمه الله دوست او دښمن دواړه ګوته په غاښ دي.
خو کله چې د نوموړي رحمه الله پاک اسلامي حکومت د امریکایي اشغال له خوا ړنګ شو، نو ده رحمه الله غرونو ته پناه یووړه او له هغه ځایه یې د خپل ولس د ارامتیا لپاره، د کلاشنکوف په مټ د امریکایي اشغال پر خلاف جهاد پیل کړ.
دغه جهاد د نوموړي د وفات څخه وروسته هم د ده په صف کې روزل شویو مجاهدینو جاري ساتلی، د نوموړي ځای ناستی امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله وو، نوموړي هم د خپل خلف په څېر پر ولس ډېر پام کاوو او د ده تر واک لاندې سیمو کې یې با امنه اسلامي نظام راوستی وو.
د امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور له شهادت څخه وروسته، امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله د دې اسلام پالې ډلې واګې په لاس کې اخیستي دي او د خپلو سلفو په نقش قدم پل ږدي او له ولس سره یې خواخوږي له ورایه څرګندیږي.
نو چې طالب له ولس سره دی او د اسلامي نظام د حاکمیت او د ولس د ارامښت لپاره یې ټوپک پر اوږه کړی او د اسلام او ولس پر مخالفینو یې د قیامت ورځ جوړه کړې، او د دوی د ختمولو لپاره یې مهم مهم، ستر ستر تخنیکګر او د لوړ استعداد خاوندان په دنده ګومارلي دي، تر څو د امریکایي اشغالګرو او د هغوی د غلامانو مراکز په نښه او فدایي ځوانان ورته تیار کړي، د هغوی بېخ او ریښه له منځه یوسي؛ لازمه خبر ده، چې ولس به هم له طالب څخه ملاتړ کوي.


