د طالب او نورو مسلمانانو د قربانۍ مقایسه

کابل ټکی کام ۲۳وږي/۱۳۹۵، لیکنه: طالب جان
د مشکک کلي بحث مې په بدیع المیزان نومي کتاب کې لوستی، ډېر داسې مفاهیم او خبرې شته چې تر ډېره وخته یې سړی یوازې په مېخانیکي او نظري ډول زده کوي، خو د عمر په تېرېدو سره چې ذهن انکشاف یافته بڼه غوره کړي، بصیرت کړکۍ کړکۍ شي او د شوخ ماشوم په څېر هر څه ته لاس واچوي او په هر څه کې کار ولري، ایله بیله یې مصداق او خارجي قالب ګوتو ته ورشي او کیسه طابق النعل بالنعل ته ورسي.
د مشکک کلي څېړنه مې هدف نه ده؛ یوازې دومره مې ویل چې زه یې اوس په مطلب ښه پوه شوی یم او د توضیح لپاره یې په اوس وخت کې (قرباني) ښه بېلګه ګڼم.
د (قربانۍ) مفهوم په خپلو افرادو کې لا علی السویه حاصل دی، یعنې په ځينو افرادو کې یې وجود تر نورو اشد او ازید دی.
د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت مسلمانانو قربانۍ کړي او لا یې کوي هم، بل طرف ته د خټین جومات او خړې حجرې سپین طالب درته سنګر ته شوی دی، او هغه هم دا دی آخته دی درګرده د قربانۍ چارې پر مخ بیايي، دواړه خواوې په قربانۍ سره ګډیږي، خو که د طالب قربانۍ ته عقل متوجه شي، د (وهم) په مرسته به د نورو خلکو د قربانۍ ډېر امثال ترې را وباسي.
زه خو نور هم زړور کېږم او وایم چې د قربانۍ په مفهوم د طالب متصف کېدل د نورو مسلمانانو د اتصاف لپاره علت او یا علت ته ورته دي، خبره به مې زه وایم دلیل ته ضرورت نه لري، شېبه شېبه ژوند یې شاهدي ورکوي.
رښتیا هم! طالب داسې قربانۍ رښتیا کړې چې د لاندې قشر خلکو یې تر ډېره پورې تصور هم نه شو کولی، طالب د کلمة الله اعلاء په ذمه اخیستې، زه یې ډېر ښه پېژنم چې تر څو یې د ذمې دغه دروند بار خپل اړوند منزل ته نه وي رسولی، نه کښیني، نه ماتیږي او نه ستړی کیږي، د طالب په قربانۍ کې د قربانۍ لفظ کارول په حقیقت کې حقیقت او په نورو قربانیو کې مجاز دی؛ ځکه چې د قربانۍ د ذکر او اطلاق سره سم لومړی د طالب قرباني ذهن ته راځي او ذهن ته تبادر د حقیقت علامه ده.
زه د دې سرښندونکي طالب ستاینې ته الفاظ نه لرم، خپل مشکک کلي مې ورته بهانه کړ او ګوډې ماتې کلمې مې ورته نذرانه کړې.
په آخر کې به د ځان له خوا طالب ته د ملا بسمل دغه دوه بیتونه ډالۍ او د زړه مینه به پرې سړه او خړوبه کړم:
ته چې د خپل راکېټ په ګرد کې پټ شې
غواړم چې ځان خرڅ کړم او تا واخلمه
که پس له مرګه را ژوندی شم هر دم
زه به دې هره ورځ بلا واخلمه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button