د ترکیې په استانبول ښار کې د لوی اختر په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان په وینا کې:

د ترکیې په استانبول ښار کې د لوی اختر په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان په وینا کې:

پرته له شکه چې د گولن ترهگره ډله د کودتا د هڅې په سر کې وه، خو موږ پوهېږو چې لوبه ستره ده.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردگان دې هېواد کې ناکامه شوې کودتا د هغې «لوبې» کړۍ وبلله، چې په وينا يې له مخې يې ټوله اسلامي نړۍ په نښه شوې ده. ترکيه کې تېر جولای مياشت د حکومت پر خلاف د کودتا هڅه وشوه خو د ملت په لاس ناکامه کړای شوه، ښاغلي اردگان وويل، چې د کودتا موخه د چارو گډوډول او په دولت کې د بې ثباتۍ رامنځته کول و.

اردگان استانبول ښار کې د لوی اختر په مناسبت جوړې شوې غونډې کې خپلو خلکو ته وويل: «پرته له شکه چې د گولن د ترهگرې ډلې غړي د کودتا د هڅې په سر کې وو، خو موږ پوهېږو چې لوبه ستره ده.
هغه څرگنده کړه:«د جولای پينځلسمه د لوبې پای نه و، بلکې دا یې يوه مرحله وه. دوی يوازې ترکيې کې د چارو گډوډي نه غواړي، بلکې سوريه، عراق، افغانستان، مصر او ان تونس او ليبيا کې يې هم دا کار وکړ.
اردگان زياته کړه:

«دوی دې کار ته دوام ورکوي، د دې لوبې هدف ټوله اسلامي نړۍ ده او اوسمهال اسلامي هېوادونو کې پلې کېږي، خو زموږ ولس له مونږ نه غواړي، چې د دې لوبې ريښې وباسو.

اردگان د خپلو خلکو «قرباني او پياوړی ايمان» وستايه او په وينا يې د ملت له دغو قربانیو پرته د کودتا ناکامول شوني نه وو.

نوموړي د خپلو خبرو پای کې ژمنه وکړه، چې د گولن د ډلې غړي به تعقيب کړي. ده پخوا ويلي وو، چې که ملت يې ترې د نيول شويو «ترهگرو» د اعدام غوښتنه وکړي، دی به يې ومني.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button