طالبان: دکندهارپه شاولیکوټ کې ۳۲ پوستې او۲ قرارګاوي ونیول شوې

کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۶ عبدالهادي همت

طالبانو د یوې خبرپاڼي په خپرولوسره خبر ورکړ چې تیره شپه دکندهارولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې داربکیانو او اردوپه قرارګاو اوپوستوبریدونه ترسره شول په دې بریدونوکې سپکې اودرنې وسلې وکارول شوې په پایله کې ۳۲ پوستې د ۲ قرارګاوپه شمول ونیول شوې

طالبان زیاتوې دا پوستې اوقرارګاوې دشاولیکوټ ولسوالۍ په باختوناوه اوکخی کوتل سیموکې نیول شوې دي طالبانو ویلي دي د دې پوستوپه نیولو سره دکندهار روزګان لویه لار اوس مکمله بنده شوې ده دولتي عسکر اوچارواکې نشي کولای چې له دې لاري دروزګان ولایت ته ولاړشي

په دا وروستیوکې طالبانو وکولای شول چې د روزګان ولایت مرکز ترینکوټ ته ځانونه ورسوي داسي راپورنه ورکړل شوي چې طالبان اوس هم دولایت اوقومندانۍ په څو سوه مترۍ کې قرار لاري اوهغه سیمي چې له دولت څخه يي نیولي دي اوس هم په خپل کنټرول کې لري که څه هم دولتي چارواکواومسؤلینو څوواري دپرمختګ خبرونه ورکړل خوپه سیمه کې عیني شاهدان وايي چې طالبان لاهم په هغوسیمو واک لري چې په داوروستیوکې له دولت څخه نیولې دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button