دحکومت سياسي اختلاف او د دوبۍ دوه ورځنى کنفرانس

په راتلونکې اونۍ کې دافغانستان دانرژۍ په اړه په دوبۍ کې دوه ورځنى کنفرانس جو ړيږي چې دبيلابيلوهېوادونو١٢٠نړيوالوکمپنيو په ګډون سره به په افغانستان کې دانرژۍ په برخه کې پرپانګونو بحثونه وکړي .
دا کنفرانس درواني ميلادي مياشتې په ١٨-١٩نيټه په افغانستان کې دانرژۍ دسکتورپه برخه کې جوړيږي چې ترهرڅه په افغانستان کې دانرژۍ سکتورته زياته اړتياليدل کيږي.
د١٥کالوپه تيريدوسره چې افغانستان ته په ميلياردونه ډالر له بهر ه په بيلابيلوبرخو کې دکار او ابيا ابادۍ په نامه راغلي دي خو تراوسه پورې په افغانستان کې پرې دومره کارنه دي شوی چې ديوې ولسوالۍ وګړي په خپله ولسوالۍ کې په کار وګماري او نه ېې کوم ولايت يا ولسوالۍ ته دپام وړکار کړی دي چې ولسوالۍ څه چې په ولاياتوکې دبريښنادنه موجوديت له امله اوسيدونکې په توره تياره کې شپې سباکوي.
افغان دولت د دوبۍ دوه ورځني کنفرانس ته په تمه دى چې تر١٢٠پورې بهرنۍ کمپنۍ به افغانستان سره داوبودبندونو او بريښنا دمزو دغځولوپه برخه کې کار وکړي خو دملي يووالي په حکومت کې چې موجوده اختلاف موجود وي د نورو غونډو او کنفرانسونو په څيربه د دوبۍ کنفرانس هم افغانانو ته کومه ګټه په لاس ورنه کړي .
بهرنيان له افغانې چارواکو تمه لري چې له بهره افغانانوسره په شوو مرستوبه افغانستان دنورې نړۍ سره په هراړخيزه توګه وصل شي او هم به دسوداګرۍ په برخه کې افغانستان د نورو هيوادونوسره سيال شي چې ددې ټولو ستونزو دحل مخه په ملي يووالي حکومت کې اختلاف نيولې ده ، تراوسه پورې د ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رئيس ترمنځ اختلاف لا دحل لياره نه ده موندلې.
بهرنۍ کمپنۍ به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول شي خو په افغانستان کې روانه نا امني لکه څرنګه چې دنورو کارونوپه وړاندي خنډ ده دارنګه دبهرنيوکمپنيو او پانګونوپه وړاندي هم خنډده او همدا لا مل دي چې بهرنۍ کمپنۍ په افغانستان کې پانګونوته زړه نه نيسي .
ديوې خوا سياسي اختلاف او دبلې خوا امنيتي ستونزې دا ټول هغه څه دي چې په افغانستان کې ېې دبهرنيوپانګوالو دپانګونې مخه نيولې ده چې تر١٢٠پورې کمپنۍ په افغانستان کې د اداري فساد ترڅنګ نا امنيوته زياته انديښنه لري .
دملي يووالي په حکومت کې دسياسي اختلاف له امله دامريکا يوشمير سناتورانو اوباماته خبر ورکړی چې که په افغانستان کې اداري فساد کنترول نه کړل شي افغانستان سره به کلنۍ پنځه ميليارده ډالر مرسته کمه کړل شي .
دامريکا دبهرنيواړيکودکميټې غړي ديموکرات سناتور رابرټ منندز نيوکه پرځای ده چې وايي :
په داسې حال کې چې له ماموره تر وزيره په اداري فساد کې ککړدي افغانستان سره به دامريکا مرستې بې ځايه وي ،که دياد سناتورويناته وکتل شي بياخو ګرانه ده چې په دوبۍ کې دوه ورځنی دانرژۍ کنفرانس دي دملي يووالي په حکومت کې دسياسي اختلاف په موجوديت کې هغه ډول پانګونې وکړي کوم چې افغاني چارواکي ورته تمه لري.
د افغانستان لپاره د امریکا د مصارفو د ستر څارونکي جان سوپکو دفترتيره ورځ په واشنګټن کې افغانستان سره په مرستو سخت انتقاد وکړ وې ويل دافغانستان سره ميلياردونه ډالر مرسته وشوه چې دملې يووالي په حکومت کې داختلافاتو له امله ېې سمه څارنه نده شوې او هم ېې زياته برخه اداري فساد کې تللې ده .
امریکا هر کال افغانستان سره ۴ میلیارد ډالر پوځي او یو میلیارد ډالر د بشري پروګرامونو لپاره مرسته کوي خو دامريکا سناتوران دهرکال په پای کې افغانستان سره په شوو مرستو انتقاد کوي وايي افغانستان سره شوي مرستې په وړ کارونونه بلکه شخصي جيبونوته تللې دي.
دافغانستان لپاره دملګروملتونو ځانګړي استازي تاداميچي ياماماتو تيره ورځ وويل که داشرف غني او ډاکټرعبدالله ترمنځ سياسي اختلاف ته دحل لاره ونه موندل شي دافغانستان سره به په مرستو بياله سره غور وکړل شي.
امنيت شوراکې دياماماتو څرګندونوڅخه دابريښي چې دملي يووالي سياسي اختلاف به يواځې د دوبۍ دوه ورځنې کنفرانس نه بلکه په راتلونکې برکسل غونډې چې دافغانستان سره مرسته به ېې په اجندا کوي هم بداغيز وکړي .



