روزګان: د خارجي ځواکونو بمبارګڼ دولتي سرتیري ووژل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۸) عبدالهادي همت

نن غرمه د رزوګان ولایت مرکزترینکوټ اړوند ساګي سیمه کې په پوسته باندې د بې پیلوټه الوتکي لخوابرید وشو ګڼو عسکروته یې مرګ ژوبله واړوله .

ووروسته چې سیمي ته نور امنیتي ځواکونه ورسیدل د خارجي ځواکونو د طیاروله لوري بل بریدورباندې وشو په دواړوبریدونوکې امنیتي ځواکونه چې د پخواني قومندان مطیع الله خان د ورور رحیم الله پوري اړونده کسان و ووژل شول.

کله چې دیاد ولایت په مرکزترینکوټ  باندې د طالبانوله لوري بریدونه پیل شول د بریدونو دمخنوی په موخه دکندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د روزګان ولایت مرکزترینکوټ ته ورسید ،په سیمه کې د رازق په لارښونه خارجي ځواکونوګڼ شمیرساحې  بمبارکړې .

د پیښې د عیني شاهدانو په خبره دنن برید چې دخارجي ځواکونوله لوري ترسره شو هم د جنرال عبدالرازق په لارښونه وشو ځکه په یاده سیمه کې تراوسه پوري کومه جګړه نه وه رامنځته شوې اونه داسیمه د طالبانو دجګړې له ګواښ سره مخ وه

جنرال عبدالرازق به هروخت په رحیم الله تورپوري کاوچې په سیمه کې طالبانوته پوستې پرې ایښې دي اوغواړي په لوی لاس د ارزوګان ولایت د طالبانولاس ته واچوي .

په سیمه کې امنیتي ځواکونوتراوسه دبریدپه اړه رسنیوته څه نه دي ویلي د پیښې نورجزیات به وروسته درسره شریک کړو له موږ سره اوسئ

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button