سوله څنګه ممکنه ده؟

قاري خالد

وروسته له هغې چې طالبانو په قطر کې دفتر جوړ کړ، پاکستان وپوهېد چې طالبان یې غلامي نه مني، طالبان غواړي دپاکستان له منځګړتوب پرته له نړۍ سره مخامخ کښېنې او په افغان قضیه کې دپاکستان امتیازات وګواښي.

پاکستان پر خپل شیطاني فکر داسې پلان درلود چې طالبان دتېرو جهادي رهبرانو په څېر دخپلو ګټو لپاره استعمال کړي او امتیازات پرې ترلاسه کړي مګر دقطر دفتر یې خوبونه والوځوَل.

دیو طالب مشر له قوله: کله چې موږ په قطر کې دفتر فعال کړ، پاکستاني کرنیلانو او سیاسیونو یو مخ تغیر وخوړ او دطالبانو سره تعامل یې دپخوا په پرتله خورا نرم کړ، ددې لپاره چې ګټې یې ټکنۍ نسي

له بده مرغه چې حامدکرزي او دکابل مزدورو چارواکو بیا پاکستان ته موقع ورکړه ترڅو پاکستان په افغان قضیه کې دخیل واوسي او امتیازات ترلاسه کړي.

سیمې ته دداعش راتګ، دطالبانو دواک لاندې ساحو کې فعالیت، او دداعش دخراسان څانګې دمشرتابه لپاره دپاکستاني سعیدخان انتخاب، دا ټول دپاکستان او غربي استخباراتو هغه وروستۍ ګډه پروژه وه چې دطالبانو پر ضد وکارول سوه، ترڅو دقطر ددفتر بدله له طالبانو واخلي مګر دداعش غوڅ شکست پاکستان او غربي استخبارات بلې پرېکړې ته مجبوره کړل.

پاکستان چې له مودو یې دګلبدین حکمتیار ګوند، او ددې ګوند مشرتابه پر خپله خاوره ساتلي، له مجبورې ورځې په خپل خورجین کې پروت وروستي غشي ته لاس کړ او دګلبدین حکمتیار دګوند وفد یې دسولې لپاره کابل ته واستاوه

پاکستان غواړي په نظام کې دحزب پر شمولیت، دکابل په مزدوره اداره کې پلویان زیات کړي او دهند سره د افغان دولت، مخ پر زیاتېدونکو تعلقاتو کې یو څه کمښت راولي، او هم پرې طالبان تر سیاسي فشار لاندې ونیسي.

که چېرې طالبان همدا نن دپاکستان پر خوله او اشاره، سولې ته چمتو سي نه به څوک په سیمه کې دداعش نوم واوري او نه به دحزب سره دسولې تمبل ووهل سي

اصلاً سوله نسته؛ دغربي او ګاونډیو هیوادونو لوبه ده چې دسولې پر نوم، پر مخ وړل کېږي او د افغانستان دمظلوم ملت په سرنوشت سوداګري کېږي

دلته تر اوسه دا تفکیک نسته چې جګړه له چا سره ده؟ ښکېل اړخونه کوم ـ کوم دي او له چا سره سوله دملت غوښتنه ده؟! دسولې اصل اړخ له پامه غورځوَل او پر بېځایه اتهاماتو تورنوَل، پر ضد یې ډلې ـ ټپلې جوړوَل او په نظام کې دشاملو ګوندونو سره دسولې نعرې وهل دسولې پر نوم ددې ولس سره ستره جفا ده.

حقیقي سوله هله ممکن ده چې په جګړه کې ښکېل اړخونه تفکیک او دتلپاته سولې لپاره وهڅول سي. او دپاکستان او غرب غوښتنې او امتیازات د ولس پر امتیازاتو مخکښې نسي

په اغه دغه سوله نسي راتللی، نه دملت ارمانونه تحقق موندلای سي او نه ددې مظلوم ملت درد ته درمل کېدلای سي. په داسې ناشولته حرکاتو روانه غمیزه لا زیات دوام مومي او ولس دجنګ ـ جګړو یوې بلې کندې ته غورځول کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button