کابله چوپ شه چاته مه وايه اوس

ذکريا حقاني
نن مې هغه په مینــــــــــه زړه وســـــوځوید
څوک چې راقیب ته په ښکاره وســـــــوځید
ضمیـــــر یــې ورک رڼـا یــې ورکــه شـــــوله
تیــارې یـې راوسـتــې هــغـــه وســـــــوځید
اوس یــې غــیــرت لــه لاســه نــه دی پـوره
هـــغــه پــه خـپـلـه ګنـاه ښـــه وســــــوځید
پـــریــږده چـې خپــلـه ستـــرګې وغــــــړوي
د چــا پـــه میــنــه بــانـدې نه وســـــــوځید
مــا یــې پــه ژونـــد ښیــګڼـه نه ولــــــــیده
حیــران پــه دې یـم چـې پـه څـه وسـوځید
رقــیــب دې هســـې پیــغــــور نه راکــــوي
پـــه دې پوهیــږم پـه پیـســه وســـــــوځید
ماتــه یــې میـنـه وه پخــــــوا مـــعلـــــومه
شکـر دی اوس په ډېـــرانــــه وســـــــوځید
کابــــله چــوپ شــه چــاتــه مـه وایـه اوس
افـغـان بچـــی دې په پــلمــه وســـــــوځید
ذکــریا پــام چـې جهــان مــه خــــــــبـــروه
د چا په غـــیږ کې یې سپین سره وسوځید



