جرمني: خپل پوځيان تر اوږدې مودې په افغانستان کې پرېږدو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۹) الماس خدرخېل

 د جرمني د دفاع وزير ويلي دي، چې غواړو خپل پوځيان د ناټو د غړو هيوادونو له عسکرو سره په ګډه تر اوږدې مودې په افغانستان کې پرېږدو.

دفاع وزير اورزولافون ديرلاين له فونک ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي، چې يواځې د جرمني پوځيان نه دي چې په افغانستان کې پوځي ماموريت کوي، دی وايي تر هغې چې د دغه هيواد امنيت نه وي ښه شوی، مونږ به ترې راستانه نه شو.

هغه د خپلو سرتېرو د بېرته ستنېدو کره نېټه نه ده ښودلې، خو زياته کړې يې ده، چې د دوی سرتيري په افغانستان کې اوږدمهاله ماموريت ته چمتو دي.

جرمني د ایساف یا نړیوالو عملیاتو ته د پوځيانو په استولو کې له امریکا او انګلیستان وروسته درېیم هېواد ګڼل کېږي.

په تېرو کلونو کې په افغانستان کې جرمني پوځيان ددغه هېواد په شمال او شمال خیځو ولایتونو کې د ناټو تر پوښښ لاندې میشت وو.

د جرمني ډېری خلک په افغانستان کې د خپل هېواد د پوځيانو له ماموريت سره مخالف دي، يواځې ۳۸ سلنه جرمنيان د دې ملاتړ کوي.

دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان ولس هم په خپل هېواد كې د بهرنيو پوځيانو له هرډول شتون سره سخت مخالف دي او له خپل هېواده د بهرنيو پوځيانو د ژر تر ژره وتل غواړي.

له بلې خوا د هغو هېوادونو ولسونه هم، چې په افغانستان كې پوځيان لري په افغانستان كې د خپلو پوځيانو له شتون سره مخالف دي، خو بيا هم د امريكا په مشرۍ لويديځ تېريګر ځواكونه په افغانستان كې شتون ته دوام وركوي.

د يادونې ده، چې له پيل نه تر دې دمه د جرمني هيواد لسګونه پوځيان په افغانستان کې وژل شوي دي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button