جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د ګوانتانامو ماشوم بندي جواد پېغور او د وزیر ټیټې سترګې

حافظ ننګیال نشرونکی: حافظ ننګیال
سپتمبر 19, 2016
کټګوریانې: مقالې
1
11
ځلې شریک شوی
138
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

محمدجواد چې اصلي نوم یې سخی بادشاه او مشهور په جواد دی، د خپل پلار سلمان شاه له شهادته نږدې شپږ میاشتي وروسته په میرانشاه کې زېږېدلی و. پلار یې په ۱۹۹۱ کې د پخواني شوروي د پلوي رژيم پر ضد د جهاد پر مهال د خوست ولایت د مولوي جلال الدین حقاني اړوند د ژورې غونډ کې شهید شوی و. نیکه یې زربادشاه هم دوه ورځي وړاندي دده د پلار له شهادت څخه په یاد غونډ کې شهید شوی وو.

د محمد جواد اصلي ځای د سرانه کلی، د ګردې څیړۍ ولسوالي، د پکتیا ولایت دی،  قومې تړاو یې د ځدراڼو مشهوره قبیله سلطانخیلو سره او د مولوي جلال الدین حقاني له نږدې قریبانو څخه  دی، د پلارڅخه په کور کې یواځنی زوی پاتې شوی وو، هغه بل ورور  نه درلود.

محمد جواد لا تنکی هلک و چې کابل ته راغی. د خپلې کورنۍ لپاره یې د یوې مړۍ حلالې ډوډۍ د پیداکولو هوډ درلود، خو برخلیک یې د ګوانتانامو زندان مېلمه کړ.

یو لاسي بم یې د امریکایانو په جیپ موټر (ټانک) باندی ګوزار کړ، د امریکا د سپيشل فورس دوه پوځیان او یو افغان ترجمان یې زخمیان کړل. جواد د تيښتې هڅه وکړه خو افغان پولیسو ونیوه. بې له ځنډه د کورنیو چارو وزارت نظارت خانې ته یوړل شو، د جواد خان کورنۍ وایي، د نیولو پرمهال یې عمر ۱۲ کاله و. ۲۲  تنو افغان لوړ پوړو چارواکو له کمکي جواده پوښتنې او ګرویږنې پېل کړي. د ده «مهم» استنطاق کې دوه وزیران او دوه معینان هم ناست وو.

استاد محمد زمان مزمل وایي، د وخت د کورنیو چارو وزیر، تاج محمد وردګ (تاج محمد وردګ په انتقالي اداره کې د محمد یونس قانوني پر ځای د کورنیو چارو وزیر شو چې څه موده مخکې وفات شو) يې د تحقیق او بیا امریکایانو ته د سپارلو په اړه داسي وویل:

زموږ ډله له محمد جواد څخه د تحقیق لپاره ناسته وه. هر کس د خپلې خوښې پوښتنه ورڅخه کوله. یوه ناست وزیر ورته وویل: تا ولي په امریکایانو برید وکړ، جواد ورته وویل: غوښتل مې ویې وژنم!

وزیر لږ جدي شو: ته ماپېژني؟

– هو! زه دې پیژنم ته د …. وزیر یې، او زه دي پېژنم چې خپلې لوڼې او پردۍ ځوانې انجونې امریکایانو ته په واک کې ورکوي، او هغوی ورسره بد کار کوي. ما ځکه پر امریکایانو برید وکړ چې ستاسي د لوڼو او افغان نجونو عزت خوندی شي، امریکایان پوه شي چې دلته افغان شازلمیان شته، او دوی نه پريږدي چې افغان ناموس ته په سپکه سترګه وګوري!

وزیر غوسه شو، جواد ته بدې ردې وویلې: ته ډیر بې شرم، ډیر بې حیا هلک یې، وژنم دي، امریکایانو ته دي په لاس ورکوم چې هغوی دي ګوانتانامو ته یوسي، او په سخت زجر او شکنجو دي ووژني!

تاج محمد وردګ وايي، جواد جان څخه موږ پوښتنه وکړه چې ولي دي په امریکایانو حمله وکړه؟ ویل یې:

کله مې چې کابل کې د امریکایانو یو ټانک ولید، چې امریکایان پکې ناست دي او د کابل له نجونو سره خنداګاني کوي، له انجونو سره اشارې کوي، نور مې دا حالت تحمل نشوای کړای. ولاړم، له کابله ووتلم، ۱۵ ورځې مې ټریننګ وکړ، بیرته کابل ته راغلم، د امریکایانو پلټنه مې کوله، یو ځل  یو درملتون ته ننوتلم، هلته مې وکتل چې نږدې بهرنیان ورته ولاړ دي، چې پوه شوم هغوی جرمنیان وو، بیا مې حمله پري ونه کړه، ځکه ماغوښتل چې په امریکایانو حمله وکړم.

دوېم ځل مې د کابل ښار په یوه برخه کې بیا ولیدل چې امریکايي پوځیان ولاړ وو، هلته ورغلم، خو د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه، او که برید مې کاوو، نو عامو وګړو ته هم زیات زیان رسیدی، بیرته ولاړم، او په امریکايي پوځیانو مې برید ونه کړ.

په درېیم ځل زه په خپل پلان کې کامیاب شوم، د امریکایانو ټانک ولاړ و، هغوی پکې سپاره وو، او د ګرنټ واری مې پري وکړ، ومې لیدل چې ګرنټ يې په ټانک کې دننه ولګیدی، د امریکایي پوځیانو چیغې مې واوریدې، منډه مې واخیستله، او د تيښتې چانس مې هم درلود، غوښتل مې چې په خلکو کې پټ شم، افغان پولیسو راپسې منډې وهلي، ما کولای شوای چې همدا افغان پولیسو باندی هم د ګرنټ  ګوزار وکړم، په لاس کې مې ګرنټ نیولي وو، مګر بیا چې مې د خلکو ګڼه ګوڼه وکتله، فکر مې وکړ چې زه خو هسې هم مرګ ته روان یم، مګر دا عام وګړي خو خپلو مندو مرګ ته نه دي را استولي، د ګرنټ ګوزار مې ونه کړ، او دي بې غیرتو افغان پولیسو ته مې ځان په لاس ورکړ!

زه پولیسو ووهلم، زما پوزه ماته شوه، او په خپل کړي عمل باندي چې د امریکایانو وژل وو، نه یم پښېمانه!

د کورنیو چارو پخواني وزیر تاج محمد وردګ وویل چې کله مو د جواد غیرت او هوډ ولید، زموږ افغاني غیرت هم راويښ شو، زما هوډ دا وو چې جواد باید امریکایانو ته ونه سپارم، ولي د ولسمشر کرزي مکرر فشار وو چې باید دا هلک امریکایانو ته وسپارئ، موږ به کرزي ته وویل چې دا هلک ماشوم دی، دولس کلن دی، د ښو او بدو تفکیک نه شي کولای. خو  د کرز ې لخوا فشارونه ورځ تر بلې زیاتېدل، او زه پوه شوم چې کرزی په دی مسئله کې جدي دی.

څو ورځې مو جواد خان د کورنیو چارو وزارت په نظارت خانه کې وساتی، مګر د کرزي لخوا وروسته تهدید او اخطارونه هم پېل شول. بیا موږ هم جواد خان امریکایانو ته وسپاری.

که څه هم ما (تاج محمد وردګ) له جواد سره ژمنه کړي وه چې امریکایانو ته دي نه سپارم، ولي د کرزي او امریکایانو زور راباندي زیات وو، کله چې موږ جواد خان امریکایانو ته سپاری، او جواد خان پر موږ باندي تیریدی، نو ما ( تاج محمد وردګ) ته یې وکتل او ویې ویل:

وزیر صاحب! ډیره بې همتي دي وکړه، ما دومره بې همته او ټیټ ذاتی نه ګڼلي، تاسي به زه اعدام کړی وای، زه به مو په خپلو لاسونو وژلی وای، مګر دي ذلیلو امریکایانو ته به مو نه سپارلای!

تاج محمد وردګ وایي چې له ما سره د کورنیو چارو وزارت مرستیال هم ولاړ وو، هغه هم همدا خبري واوريدی، او موږ ناچاره، ټیټې سترګې نیولي وي، جواد امریکایانو ته وسپارل شو.

د کورنیو چارو مرستیال چې د پنجشیر اوسیدونکی وو، هغه سهار مهال زما (تاج محمد وردګ) دفتر ته راغی، د هغه څیره له خپګانه ډکه ښکارېده، ویل يې، وزیر صاحب! خوب مې سم نه دی کړی، کله چې مې په بالښت سر ولګاوو، د غازي ماشوم جواد خبرې مې رایادې شوې، چې «بې همتو! خپله به مو اعدام کړی وای، خو دي ذلیلو امریکایانو ته به مو نه سپارلی»، او د جواد هغه خبرې مې رایادي شوې چې د ۲۲ تنو مخکې يې موږ او تاسي ته کړي وي، چې ما د خپل هیواد د نجونو په عفت ساتلو باندي ننګه وکړه.

مرستیال وزیر ویل، ډیر زیات مې وژړل، چې موږ ولي ونشوای کولای چې دا  غازي ماشوم وساتلای شو، بیا وروسته خوب وړی وم، زما اوښکو بالښت لوند کړی وو، اوښکې یخې شوې وي، زه د خپلو اوښکو په يخوالي بیا راويښ شوم، د مخ یو اړخ مې یخ شوی وو، بیا چې رابیدار شوم، دومره مې وژړل چې بالښت مې په اوښکو لا زیات لوند شو، او بیا ځل هم د خپلو سړو شوو اوښکو له امله چې زما مخ یې هم یخ کړی وو، راويښ شوم، خپل ضمیر او وجدان سره مې جګړه وه، او خپل ضمیر او وجدان ملامتولم، بې خوبه کولم یې، ويښولم یې او د جواد جان دا کلمات به مې په غوږونو کې ازانګې کولي چې «بې همتو! ولي مو امریکایانو ته وسپارلم، تاسي به خپله اعدام کړی وای».

مرستال وزیر ویل چې ماغزو مې کړنګا کوله چې د جواد خبره به مې رایاده شوه، ما غوښتل چې ستاسي لوڼې او افغان ناموس له بدو سترګو څخه وساتم!

مزمل صاحب وایې چې موږ ته د کورنیو چارو وزیر تاج محمد وردګ  ویلي و چې ښه کورت درته تیاروم، کور ته يې ورغلو، چې کله دسترخوان هوار شو، کورت يې کيښودل، تاج محمد وردګ وویل چې لاسونه پورته کړئ، زه دعا کوم او تاسي آمین راسره وایاست:

خدایه! ملاعمر او ګلبدین مه وژنې، هغوی ژوندي لري، هغوی قوي کړې، د هغوی مرستندوی شي، یا الله ته يې وساتې، ته د دوی قوت او هیبت د امریکایانو په مقابل کې نور هم زیات کړي!

کله چې يې دعا خلاصه کړه، موږ ورته وویل چې غواړي په امریکایانو مو ونیسي، که څه خبره ده؟ تاج محمد وردګ وویل چې تاسي دا بدذاتي او ذلیل امریکایان نه پېژنئ. قسم په خدای! که د دي ملاعمر او ګلبدین ډار يې په ماغزو کې نه وای، زموږ له کورونو به یې نجوني د بدکارۍ لپاره ایستلای، او موږ به ورته څه نه شوای ویلای، د خدای ج شکر دي چې د طالبانو او حزب د مجاهدینو د ویري له امله دا کار په کابل او نورو ځایونو کې د دوي له دي پست فطرته عمل څخه يې مخه نیولي ده.

وزیر تاج محمد وردک په وروستیو لیدنو کې دا هم ویلي وو چې ممکن زما د کورنیو چارو له وزارت څخه ګوښه کیدو، یو لامل به دا هم وو چې محمد جواد مې امریکایانو ته په خپله خوښه ونه سپاری، هغه مې په کورنیو چارو وزارت کې څو ورځې وساتی، بالاخره د کرزي غوسه ورځ تر بلې زیاتیدله او بیا مجبوره شوم چې هغه ماشوم جواد، حیوان فطرته امریکایانو ته وسپارم.

که څه هم د جواد کورنۍ وایي چې هغه د حملې کولو پر مهال ۱۲ کلن وو، ولي د پنټاګون هغه څیړنې چې د جواد په هډوکې يې کړي، راپور ورکړی چې پر امریکایي پوځیانو د حملې پرمهال د هغه عمر ۱۷ کاله وو.

جواد د امریکایانو په کاروان د بم ګوزار د ډسمبر  په ۱۷مه، ۲۰۰۲ ز. کال کې وکړ. له نیولو وروسته سمدستي  د کورنیو چارو وزارت نظارت خانې ته، ډیر ژر د امریکایي پوځیانو په واک کې د باګرام زندان او  د  ۲۰۰۳ ل کال د ډسمبر میاشت کې ګوانتانامو ته یوړل شو، اووه کاله په ګوانتانامو کې بندي وو، د ۲۰۰۹ز. کال د اګست میاشتې په ۲۴مه  خلاص او کابل ته راوړل شو.

د ۲۰۰۴ مئ میاشت کې هر درې ساعته وروسته به هغه ته د ګوانتانامو زندان کې د بې خوبې جزا ورکول کیده، له خوبه يې ويښاوه، په دوو  اوونیو کې ۱۱۲ ځله هغه ته بې خوبې ورکړل شوې وه،  او په لوړ ږغ موزيک هم ورته ږغول شوی وو. په همدې دوو اوونیو کې يې ۱۰٪ وزن له لاسه ورکړی وو، او له ادرار سره یې وینو جریان درلود.

د محمد جواد  په اړه رسنیو ډیري لیکنې کړي، چې د هغه  حالت یې بیان کړی. د ګوانتانامو یو له ډیرو مشهورو زندانیانو  څخه ګڼل کیږي.

محمد جواد ګارډین ورځپاڼې سره  مرکه کې ویلې چې کله زه لومړی ځل خپلې مورکۍ ولیدم، هغې ونه پېژندم، هغې زما د سر په یوه برخه کې چې کله د ماشومتوب نخښه ولیده، بیا باوري شوه چې زه جواد یم.

کله چې جواد له ګوانتانامو زندان څخه راخلاص شو، د کورنۍ غړو یې ویل چې هغه اوس ۱۹ کلن دی، مګر پنټاګون بیا هغه ۲۴ کلن ګاڼه. جواد د ګوانتانامو زندان کې د قران کریم حافظ شو، له زندان څخه تر خلاصیدو وروسته یې واده وشو، اوس د یوې لور پلار دی.

محمد جواد له زندان څخه تر خلاصون وروسته نږدې یوکال په کابل کې هستوګن وو،  ولې دوه ځله  یې بیا هم په کور چاپه ووهل شوه، ونیول شو، دواړه ځله د لنډ وخت لپاره زندان ته یوړل شو، بیا وروسته د بېلابېلو ستونزو له امله له هیواده ووتی.

 

مخکینې مطلب

هند له نړیوالو څخه د پاکستان د منزوي کېدو غوښتنه کړې

بل مطلب

سولې عالي شورا: د ټولو ډلو نظرياتو وروسته به د حزب سره د سولې هوکړه لاسليکږي

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

Comments 1

  1. صديق الله مصطفى says:
    10 کلونه مخکې

    ماشاالله الله دى تل داسى تکړه ماشومان لکه اتل غازى محمد جواد جان راپيداکړى او له رب العزت ،ج، څخه دا سوال کوو چى زموږ عزت را وساتى او هغو غلامانو ته هدايت وکړى چى نن سبا يي په افغانستان کى دهر پښتون کورته خارجى وحشى لوطى زانى انسان امريكايي داخل کړ ،که دوۍ نه واى امريكايې نشواى کولى چى دعزتمن پښتون کورته دننه شوى واى

    ځواب

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com