سوريه: د اسد ځواکونو د امريکا يوه الوتکه رانسکوره کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۳۰) الماس خدرخېل

د سوريې په ديرالزور ښار کې د بشارالاسد ځواکونو د امريکا متحده ايالاتو اړوند يوه بې پيلوټه الوتکه رانسکوره کړې ده.

د ايران پرس خبري کانال ويلي، چې ياده بې پيلوټه الوتکه يې د ديرالزور جبل الطرد په سيمه کې ويشتې ده.

د امريکايې ځواکونو اړوند الوتکه داسې مهال ويشتل کېږي، چې تېره اونۍ په همدې سيمه کې امريکايي جنګي الوتکو د بشارالاسد په عسکري قرارګاوو هوايي بريدونه وکړل، چې پکې ۶۲ د اسد پلوي سرتيري پکې ووژل شول او لږ تر لږه ۱۰۰ تنه نور يې ټپيان شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button