غور: په چاودنه کې د شنکوټ امنيه قومندان ټپي شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۳۰) الماس خدرخېل

طالبانو کابل ټکی کام ته په يو رالېږلي خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی وسلوالو د غور شينکوټ پساپند ولسوالۍ کې تېره ورځ د يادې ولسوالۍ په امنيه قومندان د ماين چاودنه کړې.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د يادې ولسوالۍ امنيه قومندان له سيمې څخه د موټر سايکل په وسيله د تېرېدو په حال کې و، چې د ماين چاودنه پر وشوه.

دوی وايي، چې په چاودنه کې يې د امنيه قومندان موټرسايکل تخريب کړی او نوموړی يې مرګونی ټپي کړی.

تر دې دمه حکومتي چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button