د بورما د مسلمانانو په ناورين نړۍ ولي چپ ده؟

عزيراسدخيل
له څو كلونو راهيسي د بورما پر لږكيو مسلمانو د بوډایانو او بت پرستانو لخوا د نړۍ د تاريخ تر ټولو ستر ظلم او وحشت دوام لري، په ژوندون يي اندامونه پريكول كيږي، په اور سوزول كيږي، به چړو او چاقوانو وهل كيږي، كجيرانو ته اچول كيږي، او د ماشومانو غوشي يي خوړل كيزي، خو ټوله نړۍ چې په سر كي يي امريكا ده په خوله لاس ايښی، دا همغه امريكا ده چې د كويت جنګ ته يې ودانګل، د عراق جنك ته يي ټټر وواهه، په سوريه كي جګړه پرمخ بيايي، په افغانستان كي جګړه كوي، په سعودي كي يي د دفاع لپاره فوځونه ديره كړي، د شمالي كوريا پر ضد د جنوبي كوريا تر څنګ ولاړه ده، او دې ټولو جنګونو ته د ظالم په مقابل كې د مظلوم د دفاع نوم وركوي حال دا چې تر ټولو بي وزله ترين، مظلوم ترين،او مقهور خلك نن سبا د بورما لږکي مسلمانان دي خو امريكا ته څه چې نوري نړۍ ان چي د اسلامي نړۍ حاكمان هم پرې داسي غلي او چپ دي ته به وايي چې يا خو هیڅ خبره نشته او يا هم دغه بورمايي مسلمانان هیڅ بشر نه دي، د ټولو مسلمانانو نه هيله كوم چې پنځه وخته لمانځه کې دا دعا هيره نكړي چې (( اللهم انا نجعلك في نحور اعدا مسلمي بورما و نعوذ بك نحن و مسلمي بورما من شرور اعداءهم من الوثنيين و غيرهم اللهم اهلك اعداء مسلمي بورما كما اهلكت عاد و ثمود ))



