اسد ځواکونو د سرې میاشتې د مرستو رسولو پر کاروان بمبار کړی

کابل ټکی کام ۳۰وږي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

په سوریه کې د بشار اسد اړوندو جنګي چورلکو د سرې میاشتې د مرستو رسولو پر کاروان بمبار کړی دی، چې له کبله یې شل لارۍ په ټولیزه توګه له منځته تللي دي.

د سور صلیب دغه په مرستو بار لارۍ د دولت مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو ته مرستې وړلې، چې د حلب ښار د کفر همرا سیمه کې پرې اسد ځواکونو بمبارد وکړ.

دغه بمبار په داسې حال کې کیږي، چې څو ورځې وړاندې د اوربند د پایته رسېدو خبر ورکړل شوی وو.

یوه سیمه ییز مدني فعال اناتولیا خبري اژانس ته تأیید کړه، چې د بشار اسد اړوند جنګي چورلکو د سرې میاشتې د مرستو رسولو پر کاروان بمبارد کړی دی.

دغه مدني فعال همدا راز وویل، چې په دغه برید کې شل لارۍ په ټولیزه توګه له منځه تللي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د اسد جنګي چورلکو په یاد بار وړونکي کاروان دوه بیلري بمونه غورځولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button