امریکا: د وروستیو چاودنو په تړاو یو افغانی الاصله شکمن کس نيول شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۳۰) الماس خدرخېل
د تیرې شنبې په ورځ د امریکا په نیویارک ایالت کې د نیوچیلسي په نامه سیمه کې چاودنه وشوه، چې له امله یې ۲۹ کسان ټپيان شول.
ایف بي آی ویلي و، چې ددغه چاودنې په تړاو پر یوه افغان الاصله ځوان احمد يې شک درلود، چې په افغانستان کې زیږېدلی.
د اسوشيټيډ خبري اژانس له قوله، د امريکا پوليسو ويلي، چې نوموړی ځوان يې تېره ورځ نيولی دی.
ځايي پوليس چارواکو رسنيو ته ويلي، چې د رحيمي د نيولو پر مهال د پوليسو او نوموړي تر منځ ډزې تبادله شوي، چې پکې ۲ تنه پوليس او خپله رحيمي هم ټپيان شوي دي.
ويل کېږي، چې نوموړی د دوشنبې په ورځ په ليندن سيمه کې نيول شوی دی.
د نیویارک ښاروال بيل ډي بلاسیو ویلي، چې دوی ګمان کوي چې رحیمي په يواځې ځان د نيوچيلسي په چاودنو کې لاس لري.
ځايي پوليسو د دوشنبې په ورځ د رحيمي د نيولو اعلان کړی و.
چارواکو ويلي، چې رحيمي افغان الاصله امريکايي دی او هغه د نيوجيلسي په الزبته کې اوسېدو.
د امريکا پلټونکې ادارې اف بي ای ويلي، چې د رحيمي نه د نيويارک او نيوچيلسي د چاودنو په اړه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.



