دولت له حکمتیارسره سوله غواړي خو دسولې واک نه لري

د یوه کال راپه دې خوا د دولت او ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې د نږدې کیدا او خنډونو راپورونه ورکول کیږي کله ېې خبرې نهایي پړاوته او کله د خنډونوسره مخ شي.
اشرف غني په وار وار ویلي چې په هیواد کې د سولې او امن په خاطر د ټولو سیاسي او وسله والو مخالفینوسره سوله کوي چې په هیواد کې جګړه پاې ته ورسیږي .
داسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار چې د پخوانی جمهور ريیس حامدکرزی سره ېې هم د سولې لیواتیا درلوده خو دهغه سره دځینوشرطونود ستونزو له امله موافقې ته ونه رسیدو.
ګلبدین حکمتیار اوس له هغوټولو شرطونوتیرشوی دی کوم چې ېې دمخه لرل اوس غواړي د سولې په نامه په حکومت کې ونډه ولري ښه خبره ده دا که د حکمتیار خپله غوښتنه وي او که بل چا په حکومت کې ونډې لرلو ته هڅولی وي سوله دافغان ولس په ګټه ده.
همدا حکمتیار د مرحوم برهان الدین رباني سره د اقتدارپرسر دجګړو په دوام کابل پر بل مخ واړاوه خو هیڅ ېې ترې جوړنه کړل اوس چې دټولو شرطونوڅخه تیرشوی دی سوله کوي باید وستایل شي ځکه هرافغان دسولې غوښتونکی دی.
حکمتیار که دجګړی په ډګرکې پاتې راغلی خو دحکمت په ډګرکې پاتې نه دی راغلی څه موده د مخه ېې د شمالي ټلوالې مخالفت کاوه او اصلي خنډېې هم شمالي ټلواله وه خو د کلکاني په حمایت ېې له حکمته کارواخیست او شمالي ټلواله ېې هم رضاکړه چې تیره ورځ ډاکټر عبدالله د وزیرانو شوراپه غونډه کې وویل له خپله اړخه دسولې شوراته د حکمتیارسره د هوکړې دلاس لیک ډاډورکوم او کومه ملاحظه نه لرم.
دسولې شورا وايي هوکړه لیک به ډیر ژرلاس لیک شي،کابل ته راغلی دحکمتیارپلاوی وایی دلاس لیک پروړاندې ټول خنډونه له منځه تللي دي او دسولې خبرې نهایي شویدي.
که څه هم دحزب اسلامي ټول غړي په کابل کې په مهموپوستونوګمارل شویدي خوبیاهم په دولت کې دحزب اسلامی دګډون اعلان لا ندی شوی ځکه خوېې یوشمیر پلویان وایی چې په دولت کې دحکمتیار په ګډون به ثبات رامنځ ته شي.
په دولت کې دحکمتیارد ګډون له امله که په هیواد کې ثبات رامنځ ته کیده نو داسوله ولې ۱۵کاله د مخه د حکمتیارسره نه کیده ؟
که دحکمتیار په ګډون سوله راتلاې شوه نوامریکا د بن په غونډه ولی حزب اسلامي په حکومت کې نه شریکاوه؟ امریکا هیڅ وخت نه غواړي په افغانستان کې سوله رامنځ ته شي.
موږ دامنو چې اشرف غني ، عطامحمد نور،مسلم یار، عبدالله او نوردا ټول په هیواد کې سوله غواړي دحزب اسلامی سره دسولې لیوالتیالري خو دسولې واک نه لري دسولې واک له امریکاسره دې.
که امریکا وغواړي دحزب اسلامی سره سوله وشي اشرف غنی ،عبدالله دافغانستان ټول وزیران ، وکیلان او والیان ېې په مخ کې خنډشي سوله ورسره کیدونکې ده خوکه ونه شی داټول افغانستان دحزب اسلامی سره دسولې غوښتونکې دی اوکه امریکا ورسره سوله ونه غواړي سوله به وسره ونه شي.
ددې نه داڅرګنده شوه چې دحزب اسلامی سره دسولې واک داشرف غني او ډاکټرعبدالله سره نه دی بکله دسولې واک او کیلی دامریکاسره ده اوبله داچې په حزب اسلامی کې اوس هغه توان او ځواک نه دی پاتې چې په هیواد کې سوله ثبات رامنځ ته شي.
په موجوده حالاتو کې حکمتیارپه هراړخیزه توګه په پخوانی حالت کې ندی پاتې که دولت ورسره سوله وکړي امکان لری د مخالفتونو لوري نورهم پیداشي چې دهغو جګړو او مخالفتونو مهار کول به بیا دولت ته نورهم ستونزمن شي.



