کابل: قلعه حيدر خان د تېلو په سرای کې اور لږېدلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۳۰) الماس خدرخېل

د کابل مربوط پغمان ولسوالۍ قلعه حيدرخان سيمه کې د تېلو په يو سرای کې اور لږېدلی.

د پغمان امنيه قومندان سمونوال امرالله پغماني پژواک ته ويلي، چې دغه اور نن سهار مهال ۹ بجې په ياده سيمه کې رامنځته شوی دی.

ده وويل، چې په دغه سيمه کې لږترلږه ۲۰ د تېلو ټانکره ولاړ و او د اور وژنې عمله سيمې ته رسېدلې ده.

هغه رسنيو ته ويلي، چې په دې اور لږېدنه کې مالي زيان اوښتی خو د ځاني زيان په اړه تر دې دمه کره معلومات نشته.

په سيمه کې اور اوس هم بل دی او لا هم د اور لږېدنې لامل نه دی څرګند.

په داسې حال کې دا اورلږېدنه رامنځته کېږي، چې د روانې مياشتې په ٢٨مه هم د کابل ښار د قواى مرکز په سيمه کې د لرګيو د تختو په يو سراى کې اور ولګېد چې له امله يې لسګونه هټۍ وسوځېدې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button